امریکا: القاعده د الوتکو له لارې د بریدونو هوډ لري

نیویارک
Image caption دغه خبرداری د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو له لسمې کلیزې رارسېدو څو ورځې وړاندې ورکړل شوي.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې 'ایف بي آی' او د ملي امنیت ادارو خبرداری ورکړی چې د القاعدې شبکه د یوې کوچنۍ الوتکې په تښتولو سره د ۹/۱۱ پېښو ته ورته د بریدونو هوډ لري.

د امریکا څارګرو ادارو دغه خبرداری د سپتمبر د یوولسمې د لسمې کلیزې تر رارسېدا ایله څو ورځې وړاندې کړی دی.

امریکايي چارواکو ویلي که څه هم د سوداګرۍ د نړیوالې مرکز او پنتاګان د لسمې کلیزې د رارسېدا پرمهال دوی د ''کوم ځانګړي ترهګریز ګواښ '' په تړاو کره دلیل نه لري، خو په ټول هېواد کې یې امنيتي ګامونه اخیستي.

له پنځه مخیزه خپاره شوي ګواښ سره سم، امریکايي چارواکو دا هم ویلي چې د القاعدې ډله د الوتکو په مټ د بریدونو نیت لري.

د اوړي د رخصتۍ د وروستۍ اوونۍ په دې ګواښیزه اعلامیه کې راغلي ''ترهګر د ځانګړو الوتکو د کرایه کولو او په کې د چاودېدونکو توکو ځای پر ځای کولو هوډ لري.''

د ايف بي آی په دې خبرداري کې، چې د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس یې یوه نسخه ترلاسه کړې، راغلي چې ''القاعده او د هغوی ملاتړي اوس د کوچنیو ملکي ځانګړو الوتکو د روزنې هڅې کوي، او بیا په اروپا او متحده ایالتونو کې د خپلو عناصرو د ګمارلو هوډ لري، خو تر دې مهاله زموږ په لاس کې هېڅ داسې ثبوتونه نه شته، چې ګني دوی د پراخه ترهګریزو بریدونو تابیا لري. ''

بل خوا، د امریکا د داغلي امنیت ویاند ماتیو چاندلر د ایف بي آی دا اعلامیه خپل ورځنی کار بلل او وايي چې ''موږ دا ډول معلومات له خپلو کاري همکارانو سره شریکوو، چې دوی پر هرڅه او د ممکنه ګواښ په اړه خبر شي.''

د ویلو ده چې دا مهال په امریکا او اروپا کې د پخوا پرتله په ملکي الوتنو کې د پام وړ څاره ډېره شوې، خو استخباراتي راپورونه وايي چې القاعده لاهم د الوتکو له لارې بریدونو ترسره کولو ته اهمیت ورکوي.

ورته مطالب