کلیفورنیا: سړی په مار د خولې لګولو په تور ونیول شو

مار د انځور حقوق AFP
Image caption راپور وايي د مار له ټپونو د هغه بډوډی ښکارېده.

د امریکا متحده ایالتونو کلیفورنیا ایالت په سکریمنتو ښار کې پولیسو یو سړی په دې تور نیولی چې ګني پر یوه کورني مار یې دوه ځلې خوله لګولې او سخت یې ټپي کړی دی.

پولیسو ویلي، د تېرې پنجشنبې پر ماښام هغې سیمې ته ورغوښتل شوي، چې په غالب ګمان دا پېښه په کې شوې ده.

۵۴ کلن تورن ډېوېډ سینک نومېږي، او مار دا مهال د کورنیو حیواناتو د درملنې په ځانګړي کلینیک کې دی، چې د ټپونو عملیات یې هم شوي.

راپورونه وايي چې د مار یوه پوښتۍ هم ماته ده.

د حیواناتو د ساتنې یوې مسؤولې ویلي، اوس مار د جراحي عملیاتو له کبله له مرګه ژغورلی شوی دی.

'سینک' له دې کبله نیول شوی، چې ګني پر حیواناتو یې زور زیاتی کړی دی.

د نیول کېدا له ځایه، سینک خبریالانو ته ویلي، پېښه یې په زړه نه ده، ځکه چې پرمهال یې د نشې په حال کې و.

سینک ویلي: ''که مو د مار څښتن وموند، زما سخته خواشيني ورورسوﺉ... زه د مار د درملنې لګښتونو ته چمتو یم.''

په سکریمنتو کې د حیواناتو ملاتړې جینانیپ وايي، د مار تر جراحي عملیاتو وړنادې، د سینک د خولې لګولو له کبله رامنځ ته شوي ټپونه ژور وو، ان تر دې چې د مار بډوډی ترې ښکارېده.

ورته مطالب