په روم کې پر مجسمو تېری وشو

مجسمه د انځور حقوق AP
Image caption یوه مجسمه چې برید پرې شوی دی.

د ایټالیا په مرکز روم کې پر درو تاريخي مجسمو د اړدوړ جوړوونکو له خوا تېری وشو.

یوې امنیتي کامرې هغه انځورونه راخیستي چې یوه اړدوړ جوړوونکي په Piazza Navona کې له مرمرو د یوې جوړې شوې مجسمې دوه برخې له کړکۍ راماتې کړې.

بیا څو ګړۍ وروسته، ځینو سیلانیانو یو کس په داسې حال کې لیدلی چې یوه مشهوره فواره Trevi یې په تیږو ویشتله.

وروسته پولیسو وویل چې د مرمرو د یوې ټوټې د ماتولو لپاره یې د Colosseum پر دېوال یو ختونکی امریکایی محصل نیولی دی.

په Piazza Navona کې یادې فوارې ته کوم د پام وړ زیان نه دی اوښتی.

په دې ځای کې د نولسمې پېړۍ پرمهال یو لړ جوړې شوې مجسمې شته.

پولیسو ویلي، تېری کوونکی کېدای شي هماغه کس وي چې د Trevi مجسمه یې په تیږو ویشتلې ده.

د ویشتونکي ډبره پر مجسمې نه ده وربرابره شوې، خو د امنيتي کامرو انځورونو د برید صحنه انځور کړې ده.

د ویلو ده چې په روم کې لرغوني اثار د اړدوړ جوړوونکو له نوي تاکتيکي برید سره مخامخ شوي، چې د زیان رسولو پرمهال یې غوښتل چې د مصر د اړدوړ مساله په روم کې هم پیل شي.

که څه هم په روم کې د لرغونو اثارو د تخریب د مخنیوي لپاره شاوخوا ۱۲۰۰ امنيتي کامرې لګول شوې او په ښار کې د پولیسو ګرمې ۲۴ ګرځي، خو بیا هم دا ډول بریدونه شوي.

ورته مطالب