''قذافي په یوه افریقايي هېواد کې د پنا اخیستو هوډ لري''

قذافي د انځور حقوق Reuters
Image caption فرانسوي سرچینې دا هم ویلي، داسې اټکل دی چې قذافي او زوی یې سیف الاسلام شاید په دې کاروان کې بورکیناواسو له دغه پوځي کاروان سره د تلو هوډ ولري.

یوې فرانسوي پوځي سرچینې ویلي داسې معلومات یې ترګوتو کړي چې معمرالقذافي او زوی یې سیف الاسلام د افریقا په لوېديځ بورکیناواسو هېواد کې د پنا اخیستو په لټه کې دي، خو د قذافي د نظام ویاند موسی ابراهیم وايي چې قذافي روغ رمټ دی او له لیبیا ددفاع لپاره نوې پلانونه جوړوي.

د قذافي د پنا غوښتو خبره داسې مهال ډاګیزه شوې، چې دوو فرانسوي او نیجري پوځي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، یوی لوی لیبیايي پوځي کاروان د نیجري ځواکونو په ملتیا د نیجر شمالي اغادیر ښار ته رسېدلی دی.

سرچینې زیاتوي، دا کاروان له کابو ۲۰۰ یا ۲۵۰ لیبي پوځي ټانکونو جوړ دی، چې د قذافي د پلوي ځواکونو امنيتي کسان او افسران هم ورسره دي.

سرچینې ویلي، دا کاروان له لیبیا الجزایر او بیا نیجر ته ته رسېدلی.

فرانسوي سرچینې دا هم ویلي، داسې اټکل دی چې قذافي او زوی یې سیف الاسلام شاید په دې کاروان کې بورکیناواسو له دغه پوځي کاروان سره د تلو هوډ ولري.

دغه افریقايي هېواد له قذافي او د هغه کورنۍ ته د پنا ورکولو وړاندیز کړی.

بورکیناواسو له نیجر سره پر پوله پورت افریقايي هېواد دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سیف الاسلام وايي ''یا مرګ یا بریا.''

بل خوا، د قذافي د نظام ویاند موسی ابراهیم د دمشق 'الرأی' تلوېزیوني چینل ته په خبرو کې تېره شپه ویلي چې ''ډګروال قذافي د خلکو له نظره تری تم شوی، خو روغتیايي حالت یې ښه دی او له لیبیا ددفاع لپاره پلانونه جوړوي.''

''لاهم ځواکمن یو''

ابراهیم زیاتوي ''لاهم موږ ځواکمن یو'' چې په وینا یې ''جهاد به تر مرګه یا بریا پورې جاري وساتو.'' هغه وايي چې د قذافي زامن ''له خپل هېواده ددفاع په خاطر تر وروستۍ سلګې پورې ولاړ دي.''

هغه دا هم ویلي چې ''لیبیا به سقوط ونه کړي، او شریف قبایل به یې دفاع ته دوام ورکړي، او نیول شوې سیمې به بېرته ونیسو.''

د لیبیا د نویو چارواکو په حواله، قذافي ته وفاداره ویاند موسی ابراهیم لاهم په بني ولید کې دی، چې چارچاپېره ترې لیبي یاغیان راتاو دي.

ورته مطالب