د سند ایالت پر زده کوونکو چینايي ژده زده کول حتمي کېږي

سیند د انځور حقوق Reuters (audio)

دوه کاله وروسته به په سند ایالت کې ټول هغه زده کوونکي چې په شپږمو ټولګیو کې وي، د چینايي ژبې په زده کولو پیل وکړي.

یا په بله اصطلاح د لسو اویا یوولسو کلونو په عمرونو کې دا به د سندي، اردو او انګلیسې ژبې د زده کولو ترڅنګ وي چې دم ګړم یې زده کول حتمي دي.

په پاکستان کې چې کله خبره د معارف شي ایالتي حکومت ډېر واک لري؛ ځکه چې همدا ایالت حکومت دی چې تعليمي نصاب جوړوي او پرېکړه کوي چې تعلیمي بودیجې څنګه مصرف شي.

په سند ایالت کې چارواکي وايي دا ګام له چین سره د پاکستان نژدې اړیکي څرګندوي او په اوږدې مودې کې به بل نسل ترې ګټه واخلي.

تر اوسه پورې ددغې طرحې په هکله د خلکو ترمنځ غبرګوونه وېشلي دي.

یو شمېر خلک په دې ګومان دي چې دا سم لور ته یو ګام دی او د چینايي ژبې زده کول به له پاکستان سره مرسته وکړي چې د چین په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.

خو ځینې نور ورته د شک په سترګه ګوري او ایالتي چارواکي تورنوي چې دا ګام د سیاسي اهدافو پر بنسټ اخلي نه د معارف په خاطر. انتقاد کوونکي اندېښنه لري او وايي دا چاره به ډېره ستونزمنه وي او څنګه به عملي شي.

دوی وايي د هېواد د محدودو تعلیمي منابعو ډېره برخه به د چینايي ژبې پر زده کولو ولګول شي هغه هم په داسې حال کې چې د پاکستان د نفوس نیمايي برخه په هېڅ یوې ژبې کې لیک لوست نه شي کولای.

بله دا چې په تعلیمي ډګر کې سند ایالت تېر کال د ویجاړوونکو سیلابونو له امله چې په ګڼ شمېر کې ښوونځي یې په دغه ایالت کې ویجاړولو وروسته پاتې شوی.

ګومان دا دی چې په دغسې حالاتو کې به د چینايي ژبې زده کول ډېرې پانګونې ته اړتیا ولري.

ورته مطالب