هالنډۍ معشوقې له خپل معشوق سره'' ۶۵ زره تیلې فوني اړیکې نیولې''

ګرځنده تیلې فون د انځور حقوق b
Image caption معشوقې په ضمانت تر خوشي کېدا دوه ساعته وروسته بیا له خپل معشوق سره تیلې فوني اړیکه نیولې.

یوه هالنډۍ ښځه چې له خپل معشوق سره یې تېر کال ۶۵ زره تیلې فوني اړیکې نیولې، د محکمې یوې ناستې ته رابلل شوې ده.

د دغې ښځې معشوق پولیسو ته ویلي چې د خپلې هالنډۍ معشوقې له لوري یې زښته ډېرې تیلې فوني اړيکې او لیکلي برېښنايي پیغامونه ترلاسه کړي دي.

مدافع وکیلانو ویلي، ۴۲ کلنې ښځې ادعا کړې چې له یوه سړي سره د مینې په نړۍ ورګډه شوه، خو وايي چې پخپله مینه کې یې تراوسه پورې کوم ناوړه کار نه دی کړی.

خو ددغې ښځې ۶۲ کلن معشوق دا نه مني چې ګني له دې ښځې سره یې پخپله مینه کې ناروا جنسي اړيکې نه دي نیولې.

پولیسو په روتردام کې د دغې ښځې کور په داسې حال کې کلابند کړی، چې پکې ګڼ شمېر ګرځنده تیلې فونونه او کمپیوټرونه ول.

په لاهای کې د بي بي سي خبریاله انا هولیجان وايي، د محکمې له جلسې وروسته قاضي په ضمانت د ښځې د خوشي کولو امر وکړ.

خبریاله زیاتوي، دغې ښځې تر خوشې کېدو دوه ساعته وروسته بیا له خپل معشوق سره تیلې فوني اړیکه ونیوله.

نوموړې بیا نیول شوې ده؛ ځکه چې د خوشې کېدو له شرطونو یې سرغړونه کړې، همدا ده چې بېرته زندان ته اچول شوې.

په پام کې ده، چې دغه ښځه به په راتلونکې چهارشنبه بیا محکمې ته حاضرېږي.

ورته مطالب