برلسکوني ''پرخپلو جنسي تېریو وياړي''

برلسکوني
Image caption پر برلسکوني له یوې نابالغې نجلۍ سره د جنسي اړیکو د نیولو تور دی.

د ایټالیا ورځپاڼو د هغو تیلې فوني اړیکو څو برخې خپرې کړې، چې لومړي وزیر سیلویو برلسکوني پکې په ویاړ سره ویلي چې په یوه شپه یې له ۱۱ ښځو سره جنسي اړيکي نیولي.

ددغو خبرو - چې د برلسکوني او یوه سوداګر جیامبولو ترانتیني ترمنځ شوې- ادعا کوونکي وايي چې ترانتیني د بدلمنو ښځو یوه شبکه اداره کوله.

اته نور کسان برلسکوني ته د جنسي اړیکو د زمینې په برابرولو تورن شوي، خو برلسکوني ویلي چې ددغو کسانو په فعالیت نه دی خبر.

ادعا کوونکي وايي چې تورنو کسانو بدلمنو ښځو ته د جنسي اړیکو دا زمینه د کار موندلو او امتیاز ترلاسه کولو په مقابل کې برابره کړې ده.

د تېرې پنجشنبې په ورځ، دغه کسان تورن شول او ځينو ايټالوي ورځپاڼو د یوشمېر هغو بدلمنو ښځو انځورونه هم خپاره کړل، چې په دې قضیه کې ښکېلې بلل شوې دي.

د تېرې شنبې په ورځ، ایټالوي ورځپاڼو د برلسکوني د تیلې فوني خبرو لپاره زرګونه ټوکه چاپ کړل.

د خبرو په یوه برخه کې د برلسکوني دا خبرې هم راغلې چې وايي ''په یوه شپه یې له اتو ښځو سره جنسي اړيکي نیولي؛ ځکه چې ده کولای شوای له هغو ۱۱ ښځو سره ناروا جنسي اړیکي ونیسي، چې د خونې مخې ته یې کتار ولاړې وې. ''

د پارلمان غړو ددې تورونو په اړه د پلټنې غوښتنه کړې، چې ګني حکومتي الوتکو بدلمنې ښځې د ځانګړو مراسمو ترسره کېدو ځایونو ته لېږدولې دي.

د شاتو ملکه

په دې قضیه کې د ترانتیني ترڅنګ یوه المانۍ ممثله سبینا بیجان هم تورنه بلل شوې، چې ''د شاتو ملکه'' بلل کېږي.

په تورونو کې دا هم راغلي چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ په روم او سردینیا ټاپو کې د برلسکوني د استوګنې ځای ته یو شمېر نجونې د جنسي اړیکو لپاره وروستل شوې او ګمارل شوې دي.

د ویلو ده چې په ايټالیا کې له ۱۸ د پورته عمر لرونکو نجونو سره د جنسي اړیکو نیول قانوني بڼه لري، خو پر برلسکوني دا تور دی چې ګني له یوې مغربۍ نابالغې نجلۍ سره یې جنسي اړیکه نیولې ده.

ورته مطالب