د انتقالي شورا ځواکونو د سرت هوايي ډګر ونیو

د قذافي ضد ځواکونه د انځور حقوق Reuters
Image caption په بني ولید کې د بي بي سي خبریال وايي، د ملي انتقالي شورا د ځواکونو له خوا په دغه سیمه برید د تمې خلاف ستونزمن دی.

له لیبیا څخه راپورونه وايي چې د ملي انتقالي شورا ځواکونو په سرت ښار کې د قذافي پلوو ځواکونو پروړاندې نوي بریدونه کړي او د ښار هوايي ډګر یې نیولی.

د لیبیا په ځینو نورو سیمو کې هم نښتې روانې دي.

د ملي انتقالي شورا ویاند له بي بي سي سره په مرکه کې وویل، د ناټو الوتکو په سرت ښار کې پر یوې ودانۍ بمبار کړی، چې ''د قذافي پلوو ځواکونو یو شمېر غړي یې وژلي دي''.

سرچینه وايي، په برید کې هېڅ کوم ولسي وګړی نه ژوبل شوی.

د ولسي وګړو"وژل کېدل"

خو د قذافي ویاند موسی ابراهیم رویټرز خبري اژانس ته ویلي ''په سرت ښار کې پر یوې ودانۍ د ناټو په هوايي برید کې ۳۵۴ ولسي وګړي وژل شوي. په دې ودانۍ کې ټول اوسېدونکي ولسي وګړي وو.''

ابراهیم زیاتويو پر سرت ښار د جمعې ورځې په بمباریو کې ۷۰۰ کسان ژوبل شوي، او ۸۹ نور لاهم ورک دي.

په بروکسل کې د ناټو ویاند رولاند افوا ویلي: ''موږ په دې ګنګوسو خبر یو... دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول ګنګوسې خپرېږي، ډېر ځلې دا ډول ادعاوې پوچې ختلې دي.''

د یاغیانو پرمختګ

بل خوا، سرت ته څېرمه د ملي انتقالي شورا له جنګیالیو سره د بي بي سي خبریال الیستر لیتهید وايي، یاغیانو د طرابلس په ختيځ کې ۳۶۰ کیلومتره لیرې پراته ښار ته شاوخهوا ۱۰ کیلومتره نژدې شوي.

دی زیاتوي، دغو ځواکونو د ښار پر لور ورو- ورو پرمختګ کړی.

نوموړی زیاتوي چې د انتقالي شورا ځواکونه لاهم د ښار له ختيځې دروازې لیرې دي، خو له سوېل او لوېديځ څخه ورنژدې شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د جګړې له ډګره د یوه قومندان په حواله ویلي، د انتقالي شورا شپږ زره ځواکونه د سرت جبهې ته استول شوي، چې ډېری یې له مصراته ورغلي.

پوځي شورا

Image caption په بني ولید کې بیا لاهم د ملي انتقالي شورا او د قذافي ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري.

په مصراته کې د پوځي شورا قومندان سالم جحا ویلي، د سرت هوايي ډګر یې د جنګیالیو تر کنټرول لاندې دی.

دی زیاتوي: ''اوس موږ د ښار پر یو شمېر ودانیو او ورڅېرمه سیمو پام کوو، په تېره بیه په ابو هادي تپه کې، چې د قذافي ځواکونه مېشت دي.''

او په بني ولید کې بیا لاهم د ملي انتقالي شورا او د قذافي ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري.

په بني ولید کې د بي بي سي خبریال وايي، د ملي انتقالي شورا د ځواکونو له خوا په دغه سیمه برید د تمې خلاف ستونزمن دی.

ورته مطالب