عجیب خوګ، تر کنډوالې لاندې ۲ میاشتې وروسته بیاهم ژوندی

خوګ
Image caption دغه خوګ تر کنډوالو او خځلو لاندې پوره ۶۰ ورځې پاتې شوی و.

د چین په سیچوان ولایت کې د ۲۰۰۸ کال په زلزله کې یو خوګ تر کنډوالو لاندې دوه میاشتې وروسته ژوندی موندل شوی و.

د ''سنډې مارنینګ پوسټ'' ورځپاڼې د راپور پربنسټ، په 'شینجن' ښار کې پوهانو د دغه خوګ شپږ داسې بچیان وموندل، چې وراثي ژونکو یې سر ورسره خوړ.

که څه هم تر زلزلې مخکې د جو جیانګ په نامه په دغه خوګ د تعقیم عملیه اجرا شوې وه، خو وروسته یې دغه بچیان پیدا شول.

ویل کېږي چې دغه پنځه کلن خوګ په خځلو کې د ایسارېدو له کبله له سخت دماغي فشار سره مخامخ شوی.

د ورځپاڼې په راپور کې راغلي، تر خځلو او چټلیو لاندې دغه خوګ د سکرو په خوړو او د باران د اوبو په څښلو پایېدلی دی.

راپور وايي چې د خوګ شپږواړه بچیان به د وراثت پېژندنې یوه انستېتیوت ته واستول شي.

د ۲۰۰۸ په مۍ میاشت کې د چین په سیچوان ولایت کې د ریختر په کچه ۸ درجې زلزلې سلګونه کسان ووژل.

ورته مطالب