څېړنه: قهوه د ذهني فشار مخه نیسي

قهوه

څېړونکي وايي، لږ خوب کول یا بې خوبه کېدل د ذهني فشار لامل ګرځي، او هغه کسان چې له اخلاقي پلوه برابر نه وي، لږ قهوه څښي.

د امریکا په متحده ایالتونو کې یوې نوې څېړنې ښودلې چې د ښځو لپاره د قهوې څښل کېدای شي د ذهني فشار د مخنيوي سبب شي.

پوهانو دا څېړنه په قهوه کې د کافیین په نامه د یوې مادې د شتون پر بنسټ کړې، چې په وینا یې د دماغ کیمیايي جوړښت بدلوي، هغه دا چې له کافیین پرته قهوه دا ډول پایلې نه شي لرلای.

دا څېړنه پر ۵۰ نرسانو ترسره شوې، چې د پوهانو په اند دوی اوس اړ شوي چې د قهوې او ذهني فشار ترمنځ د اړیکو لرلو لپاره نورې څېړنې وکړي.

د هاروارډ پوهنتون د طب پوهنځي څېړونکې ډلې دا څېړنه له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۶ پورې بشپړه کړه، او په لړ کې یې د ښځو له خوا د قهوې څښلو دودونه تر څېړنې لاندې ونیول.

د څېړنې پربنسټ، په دې موده کې ۲۶۰۰ ښځو ذهني فشار درلود، چې زیاترو یې یا بیخي قهوه نه څښله یا یې په ډېره لږه اندازه څښله.

د څېړنې پایلې وښوده، هغه ښځې چې هره ورځ دوه یا درې پیالې قهوه څښي، ډېر احتمال شته چې د ذهني فشار مخه یې ونیوله شي، خو هغه چې د ورځې څلور یا تر دې ډېرې پیالې قهوه څښي، په سلو کې ۲۰ دا احتمال شته، چې د ذهني فشار له ناروغۍ وژغورل شي.

څېړونکي وايي، لږ خوب کول یا بې خوبه کېدل د ذهني فشار لامل ګرځي، او هغه کسان چې له اخلاقي پلوه برابر نه وي، لږ قهوه څښي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .