کلنټن: د مصر بېړني حالت دې ژرترژره پای ته ورسول شي

هیلري کلنټن

هیلري کلنټن:''هیله من یو چې دا کار ژر ترژره وشي... دا قضیه به موږ ارومرو مخته وړو.''

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن وايي څومره ژر چې شونې وي، د مصر پوځي حکومت دې په هېواد کې بېړنى حالت پاى ته ورسوي.

مېرمن کلنټن دغه څرګندونې په واشنگټن کې د مصر د بهرنيو چارو له وزير محمد کامل عمر سره تر کتنې وروسته وکړې:

''موږ په مصر کې د بېړني حالت د پورته کولو لپاره خپلو هڅونو ته ادامه ورکوو. د مصر عالي شورا ويلي چې دغه قانون به تر ۲۰۱۲ کاله پورې وي، خو موږ هيله لرو چې دغه حالت له دې ژر پای ته ورسېږي، ځکه موږ باور لرو چې دا د قانونيت په لار کې يو مهم ګام دی. ''

آغلې کلنټن دا هم ویلي چې ''په مصر کې باید د عامو خلکو د حقونو د ملاتړ لپاره مقررات او یو نظام جوړ شي او د دیموکراتیکو ازادو ټاکنو لپآره مناسب چوکاټ رامنځ ته شي.''

هغې دا هم ویلي چې ''هیله من یو چې دا کار ژر ترژره وشي... دا قضیه به موږ ارومرو مخته وړو.''

د ویلو ده چې په مصر کې دغه جنجالي قانون چې په ۱۹۸۱ کال د هغه وخت د مصري ولسمشر انور السادات تر وژل کېدو وروسته د اسلام پالو د پاڅون په پایله کې وضعه شو، تر دې مهاله په پرله پسې توګه پلی کېده.

د مصر د مخکني ولسمشر حسني مبارک د واکمنۍ پرمهال هم ددغه قانون د پلی کېدو موده وغځول شه.

د قانون د پلی کېدو قلمرو

د حسني مبارک تر شړل کېدو وروسته د مصر وسله والې شورا ته د واک تر سپارل کېدا وروسته، ددغه قانون د پلی کېدو قلمرو پراخه کړای شو، خو تېر کال ۲۰۱۰ دغه قانون یوڅه محدود کړای شو.

د صمر پوځ ژمنه کړې چې په هېواد کې به پارلماني ټاکنې کوي، چې اصلي نېټه یې د راتلونکې نومبر میاشتې ۲۱مه نېټه ټاکل شوې ده.

که په دې باب تبصره کوﺉ، لطفاً کلېکاږل بي بي سي پښتو فېسبوک پاڼې ته ورشئ.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .