امریکا د حقاني ډلې پر ۵ غړو مالي بندیزونه ولګول

جلال الدین حقاني

پاکستان دا نه مني چې ګني د حقاني له ډلې سره تړاو لري.

امریکايي چارواکو ویلي چې د حقانې ډلې پر پنځو جګپوړو غړو یې نوي مالي بندیزونه لګولي دي.

پر دغې ډلې تور دی چې په سیمه کې امریکایان په نښه کوي، او ویل کېږي چې د حقاني ډله د پاکستان د استخباراتي شبکې یوه څانګه ده.

تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني ویلي وو چې د امریکا لخوا پر پاکستان د فشار اچولو هڅې ناکامې شي.

ښاغلي ګیلاني دا څرګندونې د هېواد یوې سیاسي او مذهبي مشرانو یوې غونډې ته وکړې.

دا غونډه په تلوار سره د امریکا د یوه جګپوړي پوځي چارواکي تر څرګندونو وروسته راوبلل شوه، چې د پاکستان استخباراتي ادارې یې په دې تورې کړې چې د اورپکو ډلو ملاتړ کوي.

د امریکا د خزانې د وزارت د ترهګریزۍ پرضد او مالي استخباراتو ضد ادارې مرستیال ډېوېډ کوهین په اعلامیه کې ویلي ''دغه ملاتړي د طالبانو غورځنګ، حقاني ډلې او القاعدې شبکې ته د هغوی د اړتیا وړ توکي برابروي.''

ددغو بندیزونو په لړ کې ټولو امریکايي شرکتونو ته خبر ورکړل شوی چې له دغو پنځو کسانو سره سوداګریزه راکړه ورکړه بنده کړي.

د امریکا په متحده ایالتونو کې د پنځو واړو کسانو د مالي سرچینو او شتمنیو د کنګل کولو امر هم شوی.

په دې لیست کې یو هم عبدالعزیز عباسین دی، چې د امریکا د خزانې وزارت یې ''د حقاني ډ أې یو جګپوړی مشر'' بولي، او واشنګټن په ګڼو بریدونو کې پړ بللی دی.

زه مایک ته درناوی لرم او په عمومي توګه څه چې هغه وايي زه یې ورسره منم، خو زه بښنه غواړم، په دې ځای کې زه له خپل ملګري سره همنظره نه یم.

محمود علي درانی

د خزانې وزارت ویناپاڼه کاږي ''عباسین د طالبانو د یوې جنګي ډلې مشري کوي، چې پکتیکا ولایت کې یې د بهرنیو جنګیالیو د پوځي روزنې مشري کوله، همدارنګه افغان او بهرنیو ځواکونو ته پر اکمالاتي کاروانونو د بریدونو طراح هم دی.''

په لیست کې د حاجي فیض الله خان نورزي نوم هم راغلی، چې د خزانې وزارت په وینا، د طالبانو د غورځنګ یو وتلی ملاتړی دی، همدارنه د هغه ورور حاجي مالک نورزی هم یاد شوی، چې د امریکا په وینا دا مهال پاکستان کې دی.

د امریکا د خزانې وزارت په وینا، دواړو وروڼو ''د طالبانو د غورځنګ په ګټه میلیونونه ډالر پانګونه کړې.''

د بندیزونو په دې لیست کې د عبدالرحمن او فضل رحیم نومونه هم راغلي.

له بي بي سي سره په یوه مرکه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول د امریکا د امیرالبحر مایک مولن هغه باور سم وباله، چې د پاکستان د چارواکو او د حقاني د ډلې ترمنځ تړاو شته:

''هغه څه چې موږ پرې خبر یو دا دي چې د حقاني شبکه افغانستان کې د ننه نه شته. زیاتره بریدونه ددوی له لوري پلان کېږي او دوی پاکستان کې دي. او هغه څه چې موږ یې له خپلو پاکستاني ګاونډیانو غواړو دا دي چې له بریدونو څخه د دوی د راګرځولو په لړ کې نور څه وکړي.''

زلمی رسول

له بي بي سي سره په یوه مرکه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول د امریکا د امیرالبحر مایک مولن هغه باور سم وباله، چې د پاکستان د چارواکو او د حقاني د ډلې ترمنځ تړاو شته

خو پاکستان دا خبره نه ده منلې چې د حقاني له ډلې سره اړيکي لري.

د پاکستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار او په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر محمود علي درانی بیا د امیرالبحر مایک مولن څرګندونې ناسمې بولي:

''زه مایک ته درناوی لرم او په عمومي توګه څه چې هغه وايي زه یې ورسره منم، خو زه بښنه غواړم، په دې ځای کې زه له خپل ملګري سره همنظره نه یم. دا یو څه غیرمنصفانه خبره ده. زه پوهېږم چې دوی افغانستان کې خپل عسکر له لاسه ورکوي. خو ددې معنی دا نه ده چې دوی پر موږ تور ولګوي.''

که په دې باب تبصره کوﺉ، لطفاً کلېکاږل بي بي سي پښتو فېسبوک پاڼې ته ورشئ.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .