بحرین یو لاریون کوونکی اعداموي

بحرین

په بحرین کې پر اړدوړ جوړوونکو تور پورې شو، چې ګني د ایران په لمسونه خپلې سیاسي موخې ته رسېدل غواړي او شيعه ټبره قومونه د واکمن نظام د راپرځولو هڅې کوي.

په بحرین کې یوې ځانګړې محکمې یو لاریون کوونکی د یوه پولیس د وژنې په تور اعداموي.

د بحرین یوه څارنوال محسن العلوي وویل، د بېړني قانون په تړاو جوړې شوې ځانګړې محکمې د پنجشنبې پر ورځ ځینو ډاکټرانو او نرسانو ته هم د بند سزا اورولې ده.

نوموړي ویلي، د ۱۳ کسانو په ډله کې، چې پکې ډاکټران، نرسان او نور کارکوونکي دي، تر ۱۵ کلونو د بند سزا اورول شوې.

وړاندې یوې پوځي محکمې د شیعه ګانو د ټلوالې د یو شمېر مشرانو په حق کې د ابدي حبس امر کړی و.

پر اتو کسانو د هغوی په غیاب کې د دایمي حبس امر وشو.

له دغو اتو کسانو څخه یو هم د بشري حقونو یو فعال عبدالهادي الخواجه او د ټلوالې یو مشر حسن مشیمع دی، په بحرین کې یې د جمهوري نظام د جوړېدو غوښتنه کوله.

په تېره فبرورۍ کې د ټلوالې فعالین او ګڼ عام وګړي په منامه کې راغونډ شوي وو، او د دیموکراتیکو اصلاحاتو غوښتنه یې کوله.

په بحرین کې پر اړدوړ جوړوونکو تور پورې شو، چې ګني د ایران په لمسونه خپلې سیاسي موخې ته رسېدل غواړي او شيعه ټبره قومونه د واکمن نظام د راپرځولو هڅې کوي.

سعودي د لاریون کوونکو د ځپلو په موخه بحرین ته ځواکونه واستول.

شیعه ګان د داسې یوه سیاسي اصلاح راوستو غوښتونکي دي، چې په لړ کې یې مقننه قوه لومړی وزیر شیخ خلیفه بن سلمان ال خلیفه له واکه لیرې کړي.

شیخ خلیفه بن سلمان له ۱۹۷۱ راهیسې د بحرین واکمن دی.

که په دې باب تبصره کوﺉ، لطفاً کلېکاږل بي بي سي پښتو فېسبوک پاڼې ته ورشئ.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .