د ''اپل'' شرکت بنسټګر سټيو جابز ومړ

د جابز د مړینې په ویاړ - عکسونه

Image caption جابز د والټ ډیزني شرکت له لویو ونډه والو هم ګڼل کېږي.

د ټیکنالوجۍ په برخه کې د ستر تولیدوونکي''اپل'' شرکت مشر، بنسټګر او مخکنی اجرایوي مشر، انجنیر سټیو جابز د اکتوبر پر پنځمه ماښام د ۵۶ کلونو په عمر ومړ.

جابز له ۲۰۰۴ کال راهیسې له سرطان ناروغۍ کړېده، او په ۲۰۰۹ کال یې د ینې عملیات وکړ.

نوموړی د روان ۲۰۱۱ کال په جنورۍ کې یوځل بیا د ناروغۍ کله کبله پر کور کېښناست، او په تېره اګست کې یې د اپل د شرکت له اجرایوي مشرۍ استعفا وکړه او تیم کوک یې ځای ناستی شو.

جابز د عصري معلوماتي ټيکنالوجۍ په برخه کې یو مخکښ مشر و، چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یې د یوه پرمختللي شرکت ''اپل'' مشري کوله.

د نوموړي په مشرۍ په ۱۹۷۶ کال په داسې حال کې چې آی بي اېم شرکت بازار ته سوداګریز او حکومتي لوی کمپیوټرونه وړاندې کړي وول،''اپل'' لومړنی شخصي کمپیوټر (مکنتاش) بازار ته وړاندې کړ.

خو د جابز په برکت دغه لوی کمپیوټر پر کوچنیو هغو واوښتل او له حکومتي او سوداګریز چوکاټه یې د پېر او پلور ساحه پراخه او د عامو خلکو ترلاسونو هم ورسېد.

او بیا وروسته یې دغه کوچني کمپیوټرونه لانور پسې پرمختللي کړل او د (آی) ټيکنالوجي یې بازار ته وړاندې کړه.

د جابز د هڅو په پایله کې، بازار ته پرمختللي تیلې فونونه (آی پاد) او (آیفون) راووتل.

ژوند یې

سټیو جابز د متحده ایالتونو کلیفورنیا ایالت په سان فرانسیسکو ښار کې وزیږېد.

Image caption جوبز د ځوانۍ په لومړیو کې هند ته سفر وکړ او بودايي دین ته یې غاړه کېښوده، او کلیفورنیا ته تر ستنېدو وروسته یې په ۱۹۷۶ کال د ''اپل'' شرکت بنسټ کېښود.

پلار یې عبدالفتاح جندلي د سوریې او مور یې امریکایۍ هي جوان سیمسون وه.

په لومړي سر کې جابز له ناکامېدو وروسته له پوهنځي وشړل شو، او د لوبو جوړولو د توکو په یوه شرکت کې یې کار پیل کړ.

جابز د ځوانۍ په لومړیو کې هند ته سفر وکړ او بودايي دین ته یې غاړه کېښوده، او کلیفورنیا ته تر ستنېدو وروسته یې په ۱۹۷۶ کال د ''اپل'' شرکت بنسټ کېښود.

د ''اپل'' شرکت تر کامیابۍ وروسته یې په ۱۹۸۵ کال د (نکسټ) په نامه د کمپیوټري پرزو د جوړولو شرکت جوړ کړ.

جانز د والټ ډیزني شرکت له لویو ونډه والو هم ګڼل کېږي.

ورته مطالب