د هسپانیا ترټولو شتمنې ښځې په ۸۵ کلنۍ کې واده وکړ

د انځور حقوق Getty
Image caption اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس لیکي، دغې جوړې د لومړي ځل لپاره درې کاله وړاندې د مادرید د سینما په سالون کې سره ولیدل، او بیا یې راشه-درشه زیاته شوه.

په هسپانیا کې تر ټولو شتمنې ښځې دوک البا د درېیم ځل لپاره یوه داسې سړي سره واده وکړ چې پوره ۲۴ کاله ترې کشر دی.

دا د نوموړې درېیم میړه دی.

د نوموړې او فونسو دیاز کاربانتیس د واده مراسم د هسپانیا د سیفییا ښار په یوه ماڼۍ کې ترسره شولږ

دوک البا د واده پر ورځ، د ناوې سپین رنګی کمیس اغوستی و.

د نړیوالو ریکارډونو د ثبت د کتاب ګینس په حواله، د دوک پوره نوم ماریا دیل روساریو کیتانو فونسو ویکتوریا ایوجینیا فرانسیسکا فیونز- جیمز ستیوارت ای ډي سیلفا یاد شوی، چې د شرافت ټول القاب پکې راَټول شوي دي.

نوموړې ګڼې ماڼۍ او د ۳.۵ میلیارده یورو (۴.۷ میلیارد ډالرو) په ارزښت شتمني لري.

په ۱۹۴۷ کال د هغې د لومړي واده پرمهال زرو کسانو د ۲۱ کلنې پېغلې د واده تماشا کوله، چې د یو اعشاریه پنځه میلیونه ډالرو په قیمت کالي او ګاڼه یې کارولي وو.

د زامنو نیوکې

د سیفییا په ښار کې د هغې د قیمتي ماڼۍ د ننه کلیسا ته د البا ددغه واد مراسمو ته محدود شمېر مېلمانه او ملګري رابلل شوي وو.

د هغې مخکنی میړه په ۲۰۰۱ کال ومړ.

د انځور حقوق AP
Image caption دوک البا د خپل واده په مراسمو کې نڅا هم وکړه.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس لیکي، دغې جوړې د لومړي ځل لپاره درې کاله وړاندې د مادرید د سینما په سالون کې سره ولیدل، او بیا یې راشه-درشه زیاته شوه.

د واده له مراسمو وړاندې، دوک په ډاګه وویل چې ګني ددغه واده په اړه یې زامن نیوکې کوي.

د برتانیا ډیلي تيلیګراف ورځپاڼې د هغې خبرې داسې راخیستې دي ''دوی نه غواړي چې زه واده وکړم. خو دوی د خپل ژوند د شریک بدلول غواړي.''

''دا سمه ده چې ما تېروتنه وکړه، خو د دواړو ملګرتیا باید پر خپلوۍ بدله شي.''

د سیفییا ښار یوې اوسېدونکې فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي ''مینه چې وي، عمر مهم نه دی، او مینه تر ټولو ډېر ارزښت لري.''

ورته مطالب