د هند د غزل پاچا جګجت سینګهـ ومړ

جګجیت سینګهـ
Image caption جګجیت سینګهـ افغانستان کې هم غزل ویلی دی.

د غزل هندى شهنشاه جگجيت سينگ د ٧٠ کلونو په عمر د دماغي سکتې په پايله کې د هند په ممبۍ ښار کې ومړ،خو سندرې يې لا هم ژوندۍ دي او د حساسو اورېدونکو احساسات داسې په نڅا راولي لکه د سهار شبنم چې د گلونو پاڼې رپوي.

اوسمهال چې له غربي الاتو سره چسته او چټکه موسيقي په هند بلکې سيمه کې ډېره دود ده، جگجيت د غزل يو تر ټولو لوى سندرغاړى و د نوموړي مينه وال داسې خلک و چې په ښکلي غږ کې ښکلې شاعرۍ ته لېواله دي.

په افغانستان کې هم گڼې انځوريزې او غږېږې رسنۍ د جگجيت سنگ سندرې خپروي او افغان مينه والو ته به يې ياد وي چې نوموړى ٦ کاله مخکې کابل ته راغلى و او ښه شرنگېدلې کانسرت يې ورکړې و.

جگجيت هغه مهال ويلي و چې افغانستان پېژني او د رابندر نات ټيگور کابلي والا ناول په عاطفي ډول له افغانستان او افغانانو سره تړلى دى.

د افغانستان يو شمير خلک له هندي ستورو او سندرغاړو سره دومره مينه لري چې پر خپلو ماشومانو يې نومونه ږدي خو د غزل د شهنشاه مينه خورا ډېره خپره ده.

د هند خلک وايي چې جگجيت غزل هغه مقام ته ورساوه، چې پخوا نه ورسېدلي.

هغه به چې غزل وايه د چا په شونډو به يې موسکا راوسته او د چا يې اوښکې مرغلرې څڅولې او ځينې به په ژور فکر کې ډوبېدل او د هغه د هنر باريکيو ته به حيران وو.

نوموړی د خپلې ښځې چیترا سینګهـ - چې هغه هم د غزل یوه مخکښه ده- له خوا وژغورل شو.

دواړو د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ مو لسیزو په درشل کې د ثبت شوو سندرو له لارې ډېرې پیسې وګټلې.

جګجیت سینګه تر ۵۰ ډېر غزلیز البومونه جوړ کړي، چې ډېری یې له لویو سوداګریزو بریاوو شمېرل کېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له ښاغلي سینګهـ سره د هغه ښځې چیترا سینګهـ هم په غزل کې ډېره مرسته کړې ده.

خو اوس د غزل دغه افسانوي شهنشاه نشته او غزليزې شونډې يې د تل لپاره چوپ شوې خو داسې برېښي چې د هغه غږ او غزل به تر ډېره ژوندى وي او لکه د کوډو په څېر به پر حساسو زړونو منگولې خښوي.

په فيس بوک کې هم گڼ شمېر کسانو د ښاغلي سنگ په مړينه خواخوږي کړې ده افغان خبريال صالح محمد صالح ليکلي ''له يوې لسيزې د جگجيت سنگ سندرې اورم او له هر غزل سره يې زما يوه خاطره تړلې واکمن رفيع يو نه هېرېدونکې سندرغاړى بللى.''

او امان الله نقشبند ويلي ''جگجيت سینگ د ختيځ ستر سندرې غاړې و او غږ به يې تلپاتې وي.

ورته مطالب