فیلیپ هامونډ د فاکس پرځای د برتانیا دفاع وزیر شو

لیام فاکس
Image caption د برتانیا صدراعظم ډېوېډ کامیرن وايي ددفاع وزیر ډېره ښه دنده ترسره کړې او د هغه د استعفی کولو په هکله پوهېږي.

د برتانیا ددفاع وزیر لیام فاکس وروسته له هغه استعفی وکړه چې له یوه شخصي سلاکار سره دده د اړیکې په اړه بحثونه راپورته شول.

ډاکټر فاکس تر فشار لاندې و چې په هکله جزییات ورکړي چې ولې د هغه ملګری اډم ویریټي چې رسمې دنده یې نه لرله، ددفاع وزارت په غونډو کې برخه اخلي او له ده سره بهر په سفرونو کې ملګری وي.

ډاکټر فاکس وايي له ده څخه په تېروتنې دده شخصي او دولتي چارې ګډې شوې وې.

د برتانیا صدراعظم ډېوېډ کامیرن وايي ددفاع وزیر ډېره ښه دنده ترسره کړې او د هغه د استعفی کولو په هکله پوهېږي.

د ډاکټر فاکس پر ځای به د ترانسپورت وزیر فیلپ هامونډ ددفاع وزیر پر څوکۍ کښېني.

پلټنې ښيي چې ۳۴ کلن ویریټي له ښاغلي فاکس سره په ۱۸ بهرنیو سفرونو کې ملګری و.

ښاغلی هامونډ تر دې وړاندې په اوسني حکومت کې د ترانسپورت وزیر و، چې په پام کې ده جاسټن ګریننګ یې ځایناستی شي.

فاکس د پارلماني غړو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، چې ملګری ویریتي یې په هېڅ ډول په رسمي او یا نارسمي ډول د هغه د ګټې لپاره کار نه دی کړی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلی هامونډ تر دې وړاندې په اوسني حکومت کې د ترانسپورت وزیر و، چې په پام کې ده جاسټن ګریننګ یې ځایناستی شي.

د وزیرانو د غونډې عمومي منشي سیر ګس دونیل دا پلټنه پیل کړې] ې ایا فاکس له ویریتي سره په ملګرتیا کې د خپل کار قوانین تر پښو لاندې کړي او که څنګه.

د کارګر ګوند مخالف مشر اډ میلیببنډ د حکومت مشر په واک کې په سستۍ تورن کړی؛ چې په وینا یې د فاکس په اړه یې جدي پرېکړه ونه کړه.

ورته مطالب