آیفون-4 ایس هم بازار ته راووت

آیفون-4 ایس د انځور حقوق AFP
Image caption څلورم آیفون ایس د مخکني ایفون۴ ټولې ځانګړتیاوې لري.

اپل شرکت د تر ټولو عصري ګرځنده تیلې فونونو په برخه کې څلورم ایس آیفون بازار ته د جمعې پر ورځ په رسمي توګه راویست.

'څلورم ایس آیفون' تر امریکا وروسته، په لومړي ځل شپږو نورو هېوادونو استرالیا، کاناډا، جاپان، المان، فرانسې او برتانیا هم پخپلو بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې کړ.

په استرالیا کې ددغې عصري ټیکنالوژۍ سخت تود هرکلی وشو، ان تر دې چې د اپل شرکت وویل، چې پر دویمه ورځ یې پر انټرنېټ د اخیستونکو تر یو میلیون ډېر غوښتنلیکونه ترلاسه کړل.

د دغه شرکت نوي اجرایوي مشر تیم کوک او اجرايوي ډلې تمه ښودلې، چې دا به د اپل شرکت د بنسټګر سټیف جابز تر مړینې وروسته د ټیکنالوجۍ په بازار کې یو نېک ګام وي.

بازار ته د څلورم ایفون ایس له راوتلو وړاندې یې خلک په دوو کې حیران و، چې ایا د مخکني څلورم آیفون ځانګړتیاوې به ولري او که څنګه.

خو اپل ټينګار کوي چې په دغه څلورم آیفون ایس کې د ''سیري'' په نامه پروګرام نصب شوی، چې د راتلونکي پنځم ایفون ځانګړتیاوې هم لري.

سیري هغه نوی چليز پروګرام دی، د غږ او وېدیو په برخه کې ډېر اپشنونه لري، او د ځایونو او د هوا د حالاتو په اړه ډېر معلومات پکې ځای پرځای شوي دي.

د اپل د څرګندونو له مخې، په دغه پروګارم کې همدارنګه، له ملګرو سره د انټرنېټ له لارې اړیکه، غږیز پیغامونه، لیکل شوي پیغامونه، په طبيعي توګه تبادله کېدای شي.

اپل وايي، 'سیري' د انسان له ژبې سره هم اشنا دی، او د پېچلو امرونو پرځای کولو وړتیا لري.

په لومړي سر کې اپل په 'سيري' پروګرام کې یوازې درې ژبې انګلیسي، فرانسوي او الماني ځای پرځای کړې وې.

ورته مطالب