اسراییلی بندي سرتېری تر خوشي کېدا وروسته کور ته ورسېد

ګیلاد شالیت
Image caption ګیلاد شالیت په ۲۰۰۶ کال کې د حماس جنګیالیو د غزې تراډې او اسراییلو ترمنځ له سرحدي سیمې په داسې حال کې وتښتاوه، چې هغه مهال یې عمر ۱۹ کاله و.

اسراییلی سرتېری ګیلاد شالیت، چې له ٢٠٠٦ کال راپدېخوا له حماس ډلې سره بندي و، مصري چارواکو ته تر سپارل کېدا وروسته اسراییلو ته ولېږدول شو او خپل کور ته ورسېد.

ګیلاد شالیت تر خوشي کېدا وروسته د مصر له تلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، چې د هغه روغتیايي حالت ښه دی، او هیله من دی چې د بندیانو نننۍ تبادله به د فلسطينیانو او اسراییلو ترمنځ د سولې پیلامه شي.

فلسطينیان او اسراییل دواړه د خپلو بندیانو د خوشي کولو لپاره خوشالۍ کوي.

د حماس ډلې ویاند سمیع ابو ظهیر وویل، چې د زندانیانو خوشي کول، د دوی لپاره یوه تاریخې شېبه ده:

''د هغو بسونو د حرکت پيل، چې فسلطیني زندانیان د اسراییلو له زندانونو څخه د غزې په لور وړي، د دې معنا ورکوي، چې زموږ معامله په سمه ډول سره پلی کېږي. دا زموږ لپاره ځانګړې تاریخې شېبې دي او هغه بیه، چې د فلسطین ملت ورکړې وه، بې ځایه نه ده تللې. د بندیانو خوشې کېدل، زموږ د ډېرو خلکو لپاره داسې برېښې لکه خوب چې وینو.''

د اسراییلو له ''کتسیعوت'' زندان څخه له خوشي کېدونکو بندیانو دوه ډک بسونه روان شوي، او لوېديځې تراډې پر لور د کرم شالوم تونل ته خوځېدلي دي.

تمه کېږي چې د بندیانو درېیمه جوپه به هم غزې ته روانه شي.

د بندیانو په دې لومړۍ جوپه کې د ۴۷۷ فلسطيني خوشې کېدونکي بندیان دي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د اسراییلي زندانونو د یوه ویاند له خولې ویلي چې د فلسطيني بندیانو لومړۍ جوپه په بسونو کې د اسراییلو له جنوب څخه روانه شوې ده.

د اسراییلو رادیو هم ویلي چې د بندیانو درې جوپې به د سه شنبې پر ورځ خوشې شي.

رادیو دا هم ویلي چې خوشې کېدونکي بندیان په داسې حالت کې ګاډو ته خېژول شوي، چې لاسونه او پښې یې تړل شوي وو، او د بندیانو له دې کاروان سره تر ۱۰۰۰ ډېر اسراییلي پوځيان د امنیت نیولو لپاره مل دي.

رادیو ویلي، چې ددغو بندیانو د خوندي رسولو لپاره په اسراییلو کې د مصر کونسلګري هم څارنه لري، او د تبادلې په لړ کې به د خوشې کېدونکو بندیانو هویت هم په ډاګه کړای شي.

رویټرز خبري اژانس د یوه عيني شاهد له قوله ویلي، د فلسطيني بندیانو کاروان د اسراییلو له زندانونو پر سه شنبه روان شوی دی.

په دغو فلسطيني بندیانو کې ښځينه بندیانې هم شته، چې ډېری یې په لوېديځه تراډه کې نیول شوې دي.

Image caption د ۴۷۷ فلسطيني بندیانو د کاروان لومړۍ جوپه له اسراییلو لوېدیځې تراډې ته روانه شوې ده.

له دغو بندي ښځو سره مصري امنيتي ځواکونه د منځګړيتوب په مخه مل دي.

د سترې محکمې پرېکړه

په اسراییلو کې سترې محکمې په لومړي ځل د اسراییلي بندي ګیلاد شالیت د خوشي کولو په مقابل کې، د ۴۷۷ فلسطيني بنیانو د خوشي کولو پرېکړه وکړه.

د فلسطيني وسله والو له لوري په اسراییلو کې د وژل شوو کسانو کورنۍ وايي چې د فلسطيني بندیانو د خوشي کولو لړۍ دې ۴۸ نوره ودرول شي.

ګیلاد شالیت په ۲۰۰۶ کال کې د حماس جنګیالیو د غزې تراډې او اسراییلو ترمنځ له سرحدي سیمې په داسې حال کې وتښتاوه، چې هغه مهال یې عمر ۱۹ کاله و.

ورته مطالب