د وسله والو کردانو برید ۲۶ ترکي پوځيان ووژل

Image caption په ۱۹۹۳ کال هم د کردستان د کارګر ګوند د وسله والو په برید کې لږترلږه ۳۳ پوځيان ووژل شول.

له ترکیې څخه راپورونه وايي چې د تېرې سه شنبې پر شپه ناوخته د هېواد په سوېل ختيځه سیمه کې کردي وسله والو ۲۶ ترکي پوځيان وژلي دي.

پېښه د ترکي پوځ او پولیسو په یوه اړونده سیمه کې شوې ده.

د ترکیې ''ان ټي وي'' تلوېزیوني چینل ویلي، د هکاري ولایت په شوکورجه ویوشیکووا کې د کردستان د کارګر ګوند اړوندو وسله والو پر ترکي پوځيانو برید کړی.

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان قراقستان ته پلان شوی رسمي سفر ددې پېښې له کبله ځنډولی دی.

ترکي خبري رسنیو بیا ویلي چې پوځي تېره کرۍ شپه د تښتېدلو برید کوونکو د وژلو یا موندلو لپاره هوايي او ځمکني عملیات او بریدونه پیل کړي.

رویټرز د ترکي پوځي سرچینې په حواله ویلي، د کومانډوز کنډک پر پوله عراق ته اوښتی چې برید کوونکي ونیسي.

له ۱۹۸۴ کال راپدېخوا، د کردستان د کارګر ګوند د وسله والو او ترکي حکومت ترمنځ د رامنځ ته شوې شخړې له کبله دا دویم ځل دی چې ترکي ځواکونو ته د کردي جنګیالیو له خوا مرګ ژوبله اوړي.

په ۱۹۹۳ کال هم د کردستان د کارګر ګوند د وسله والو په برید کې لږترلږه ۳۳ پوځيان ووژل شول.

په تېرو څو میاشتو کې دغه ګوند پرله پسې بریدونه کړي، چې ترکیه یې اړ کړه د عراق له پولې ورپسې ورواوړي.

ویل کېږي چې بېلتون غوښتونکي ترکي کردان د عراق په شمال کې فعالیتونه کوي.

ورته مطالب