م م : د سياسي پناه غوښتونکو شميره ډيره شوې ده

کډوال
Image caption لا هم تر ټولو ډير کډوال د افغانستان اوسيدونکي دي

د ملگرو ملتونو د کډالو ټولنه ، يو اين ايچ سي ار وايي په روان ميلادي کال کې د هغو خلکو شميره په سلو کې ١٧ ډيره شوې چې په سترو صنعتي هيوادونو کې يې سياسي پناه غوښتې ده.

خو د ملگرو ملتونو ټولنه وايي چې د سياسي پناه غوښتنې زياتيدا په عربي نړۍ کې د پاڅونونو له امله نه ده.

ډير پناه غوښتونکي له هغو هيوادونو دي چې دا ډير وخت ورڅخه د سياسي پناه لپاره خلک نورو هيوادونو ته ځي لکه افغانستان او چين.

د جنوري له لومړۍ نېټې د جون تر ديرشمې پورېد سياسي پناه لپاره څه کم دوه سوه زره غوښتنليکونه ورکړل شوي دي.

په ٢٠١٠ کال کې دغه شميره څه کم يو سلو اويا زره وه.

ملگري ملتونه په خپل شپږ مياشتني رپوټ کې اټکل کوي چې د کال تر پايه پورې به تر څلور سوو زرو ډير نور کسان هم پناه وغواړي.

د يو اين ايچ سي ار مشر انتونيو گيوترس وايي:

" د بې ځايه شويو خلکو د ستونزې له پلوه ٢٠١١ کال زما لپاره د دې ادارې د مشر په توگه تر ټولو بې سارى و "

خو دۀ زياته کړه:

" خو پر صنعتي هيوادونو باندې د دوى اغيز تر هغه کم دى چې ښايي واى ځکه چې ډير خلک گاونډيو هيوادونو ته تښتيدلي دي "

افغانستان

تر بل هر هيواد لا هم د افغانستان ډير وگړي سياسي پناه غواړي.

په ٢٠١١ کال کې تر اوسه له افغانستان څخه ١٥٣٠٠ کسانو په نورو هيوادونو کې سياسي پناه غوښتې ده ورپسې چين دى چې ١١٧٠٠ وگړو يې په نورو هيوادونو کې پناه غوښتې.

متحد ايالات د سياسي پناه غوښتنې لپاره تر ټولو ډير خوښ شوى هيواد دى تر اوسه دغه هيواد کې ٣٦٤٠٠ کسانو سياسي پناه غوښتې ده.

فرانسه او جرمني په دويم او دريم نمبر دي چې ډير خلک د سياسي پناه په هيله ورغلي دي.

برتانيا په پنځم نمبر ده چې سږ کال پکې ١٢٢٠٠ کسانو پکې سياسي پناه غوښتې ده.

د لويو وچو په حساب د ټولې نړۍ د سياسي پناه غوښتونکو په سلو کې ٧٣ اروپا ته تللي دي.

استراليا او نيوزيلند ته د ورغليو کسانو شميره تر پخوا لږ کمه شوې ده.