شل ميليونه مچۍ پر لويې لارې خوشې شوې

دشاتو مچۍ
Image caption دا مچۍ د بادامو يوۀ بڼ ته ليږدول کيدې چې په پسرلي کې ميله وکړي خو مزل يې په نيم کې پاتې شو

دا مچۍ کلفورنيا ته ليږدول کيدې چې هلته د بادامو پر يوۀ باغ په پسرلي کې ميله وکړي.

دغه لويه لاره چې د دوه ايالتونه سره نښلوي تر څو ساعتونو پورې تړلې وه.

د شاتو د مچيو ساتونکي ټوله شپه لگيا و چې خوشې شوې مچۍ بيرته ونيسي.

د اريزونا ايالت ته نژدې لويه لاره د يکشنبه په ورځ ( د اکتوبر ٢٣) تر څو ساعتونو تړلې وه خو په دوشنبه چې پرانيستل شوه نو چارواکو موټر چلونکو ته وويل چې کړکۍ وتړي که نه نو د مچيو له چيچلو به خوندي نه وي.

د لويو لارو يوۀ پوليس وويل له لارۍ چلوونکي لارۍ بې واکه شوه د سړک په يوې کانکريټي څنډې ولگيده او واوښته.

ميله

لارۍ چلونکى او د هغه ميرمن له لارۍ وايستل شول خو مچۍ پرې پنډې شوې.

د لارۍ چلونکې پر ميرمن مچيو ښه ميله کړې وه، دا يې په غاړه او څټ خورا ډيره چيچلې ده.

خپله لارۍ چلونکى دولس ځله چيچل شوى.

دوه پوليس افسران هم له مچيو خوندي نه وو پاتې شوي.

د شاتو د فارم څښتن ريچرډ ايدي وويل دا مچۍ د څه باندې يو سلو شپاړس زره ډالرو ارزښت لري چې د لارۍ په اوښتو يې پيسې په سين لاهو شوې.

که څه هم د شاوخوا مچۍ ساتونکو کرۍ شپه د تښتيدلو مچيو د نيولو هڅه کوله خو ويل کيږي چې ډير يې يا ترۍ تم شوي او يا هم مړې شوې دي.