ترکیه کې زلزلې ۲۷۹ کسان ووژل

زلزله
Image caption په دې زلزله کې تر ټولو ډېره د ترکیې ختيځه سیمه چې له ایران سره ګډه پوله لري، زیانمنه شوې ده.

د ترکیې په ختيځ کې یوې زورورې زلزلې لږترلږه ۲۷۹ کسان وژلي او تر ۱۰۰۰ ډېر نور یې ژوبل کړي دي.

اټکل کېږي چې د ژوبلو او مړو شمېر به تر دې هم ډېر شي.

دا مهال له کنډوالو د خلکو د رایستلو او ژغورنې عملیات دوام لري.

په ارجیس ښار کې د شاهین په نامه د ژغورندویې ډلې یوه څارونکي ویلي، په دې ښار کې د وژل شوو شمېر ۱۱۷ ته رسېدلی او په 'وان' ښار کې بیا ۱۰۰ کسه زلزلې وژلي دي.

نوموړی وايي، چې د ژوبلو شوو کسانو شمېر ۱۰۹۰ ته رسېږي، او سلګونه کسان لاهم تری تم دي.

شاهین زیاتوي، په ارجیس ښار کې نژدې ۸۰ څو پوړیزه ودانۍ ویجاړې شوې، او لاهم په ۴۰ ودانیو کې ژوبل شوي کسن ایسار پاتې دي.

د زلزلې له کبله زرګونو کورنیو خپلې مېنې او استوګن ځایونه پرېښي او پر عامو واټونو یې خېمې وهلې دي.

د امریکا د ځمکې پېژندې ادارې وړاندې ویلي وو چې د ترکیې د دغې زلزلې کچه د ریختر په کچه اووه اعشاریه دوه اټکل شوې ده.

په دې زلزله کې تر ټولو ډېره د ترکیې ختيځه سیمه چې له ایران سره ګډه پوله لري، زیانمنه شوې ده.

دغه زلزله د یکشنبې پر ماپښين د ګرینویچ پرمهال لس بجې او ۴۰ دقیقې وشوه.

د ترکیې تلوېزیون د ارجیس د ښاروال ذوالفقار عرب اوغلو له قوله ویلي ''ګڼې ودانۍ ویجاړې شوې، ګڼ خلک وژل شوي خو په دقیقه توګه یې شمېر راته معلوم نه دی. موږ د لانورو مرستو راتلو په تمه یو، وضعیت ډېر کړکېچن دی.''

نوموړی زیاتوي: ''موږ تر ټولو ډېر خېمو او ژغورندویو ډلو ته اړتیا لرو، موږ د ژغورنې ګاډي لرو، خو یوازې یو روغتون دی، چې د ټپي شوو کسانو لپاره بسنه نه کوي.''

ورته مطالب