د نړۍ نفوس اووه ميليارده شو لا څومره نور؟

ماشومان
Image caption د روانې ميلادي پيړۍ تر پايه به د نړۍ نفوس لس زره ميليونه وگړو ته ورسيږي

ملگرو ملتو د يوه رپوټ په خپرولو هغه ننگونې روښانه کړي چې د نړۍ د وگړو ډېرېدو رامنځته کړي دي.

رپوټ د يوې مهمې پېښې په درشل کې راوځي او هغه دا ده چې د ملگرو ملتو په وينا د اکتوبر پر وروستۍ ورځ چې د لړم نهمه کېږي، د نړۍ د وگړو شمېر اوو ميليادرو يا اوو زرو ته رسېږي.

ايله همدا يوه لسيزه دمخه دا شمېر له شپږو ميلياردو واوښت او اوس پرې هره ورځ نژدې دوه سوه زره تنه ور زياتېږي.

رپوټ وايي د دې پرځاى چې وپوښتو "آيا شمېر مو تر حده اوښتى" خپل پام بايد پر دې راټول کړو چې د نړۍ د لا ښه کولو لپاره نور څه کېدلى شي.

د ملگرو ملتونو رپوټ وايي د نړۍ د نفوس په برخه کې ډيرې خبرې شته چې د لمانځنې وړ دي په ځانگړې توگه د عمر اوږدوالى چې په ١٩٥٠ مو کلونو کې يې اوسط ٤٨ کلونه و او اوس ٦٨ کلونو ته پورته شوى دى.

په همدې موده کې ښځو ماشومان کم زيږولي خو هغه ميرمنې ډيرې شوي چې ماشوم زيږولى شي.

په دې حساب د خلکو د زياتيدا اټکل لا هم پر ځاى دى او دوام به کوي.

تر ٢٠٥٠ کال پورې

د ماشومانو د زيږيدا له کمېدو سره هم ملگري ملتونه اټکل کوي چې تر ٢٠٢٥ کال پورې به د نړۍ نفوس اته زره مييلونو ته وخيژي. تر ٢٠٥٠ کال پورې به نهه زره ميليونه او د روانې ميلادي پيړۍ تر پايه به په نړۍ کې لس زره ميليونه وگړي ژوند کوي.

د دې رپوټ مدير ريچرډ کالج وايي دا د کړکيچ وخت نه دى بلکې د عمل وخت دى.

دى وايي :

" د نړۍ نفوس په پرله پسې توگه زياتيږي او موږ بايد ورته چمتو واوسو. دا هم بايد يقيني کړو چې ډير خلک په سټه روغ وي، ښوونې و روزنې ته لاسرسى ولري. موږ په اوسنۍ اووه ميلياردي نړۍ کې دا چانس لرو چې تر هغو چې لس زره ميليونه وگړي کيږو نو باثباته او له ټولنيز پلوه عادلانه نړۍ ولرو خو د دې لپاره موږ بايد سر له اوسه عمل وکړو."

د ښځو برخه

ملگري ملتونه اندېښمن دي چې په بې وزلو هيوادونو لکه د افريقا د نيمه صحرايي سيمې د نفوسو ډيريدا ښايي اقتصادي وده ودروي او د راتلونکي نسلونه يې په بې وزلۍ او لوږه کې راگير کړي.

ملگري ملتونه وايي ښځو ته د مساوي حقونو او اقتصادي شرايطو په برابرولو سره د واک ورکول ښايي د نفوسو د ډيريدا په چاره کې د ثبات د راوستلو لپاره مهم رول ولري.

ډير هيوادونه چې په هغو کې جرمني ، روسيه ، برازيل او چين هم شامل دي ښايي په راتلونکو لسيزو کې وويني چې نفوس يې کم شوى دى.

ځينې داسې اټکلونه هم شته چې د روانې ميلادي پيړۍ په دويمه نيمايي کې ښايي نفوس په چټکۍ راولويږي.