د برتانيا د سلطنت ميراث نجونو ته هم ورسيد

کيت او ويليم
Image caption د اوسني وليعهد زوى شهزاده ويليم او د دۀ ميرمن کيت که لومړى لور ولري هغه به د تخت وارثه وي

د همگټو هيوادونو مشرانو د برتانيا د سلطنت د ميراث په برخه کې د قانون بدلون ومانۀ او په دې توگه نجلۍ هم له دې وروسته د وليعهدې په توگه د خپل کشري ورور پر ځاى راتلى شي.

که د شهزاده ويليم او کيت لومړنى اولاد نجلۍ وه نو هغه به تر خپلو کمکيو وروڼو د سلطنت د واگو په ترلاسه کولو کې لومړى حق لري.

شهزاده ويليم د اوسني وليعهد چارلز مشرى زوى دى چې د روان ميلادي کال د اپريل په مياشت کې يې وادۀ وکړ.

دا وړانديز د همگټو هيوادونو ١٦ مشرانو د استراليا په پرت ښار کې د خپلې سرمشريزې په ترڅ کې ومانۀ.

د برتانيا ملکه د همگټو هيوادونو د دولتمشرۍ دنده هم لري.

نوي قانون

په نوي قانون کې دا ويل شوي چې که د برتانيا کوم شهزاده يا شهزادگۍ د رومن کاتلويک په مذهب باور لرونکې ښځې يا سړي سره واده وغواړي نو مخالفت يې بايد ونه شي.

په زاړۀ قانون کې د شاهي کورنۍ غړو بې له کاتوليکو نور له هر چا سره واده کولى شواى.

له پخوانيو قوانينو سره سم چې له تيرو درو سوو کلونو پر ځاى و د برتانيا سلطنت هغه د پادشاه لومړني زوى ته رسيدۀ که به نجلۍ مشره وه هغې ته واک نه شو اخيستلى.

يوازې هغه مهال نجلۍ واک اخيستلى شواى چې پادشاه نارينه اولاد نه لرلى، لکه د اوسنۍ ملکې پلار جورج پنځم چې زوى نه لارۀ نو واک دې ته وسپارل شو.

د برتانيا لومړي وزير ديويد کيميرون د دې قانون د اعلان پر وخت وويل چې دا به په تيرو وختونو او چارو نه عملي کيږي بلکې د شهزاده چارلز څخه وروسته پېر پورې به تړلى وي.

نوى عصر

ديويد کيميرون وويل:

" دا نظر چې کمکى زوى دې تر مشرۍ لور تش په دې د سلطنت ميراث خپل کړي چې هلک دى د نوي عصر له غوښتنو سره جوړه نه ده."

د برتانيا لومړي وزير زياته کړه چې که شهزاده ويليم او د دۀ ميرمن کيت لور وزيږوي نو يوه ورځ دغه نجلۍ زموږ ملکه وي.

د استراليا لومړۍ وزيرې جوليا گيلارد وويل دا يوه بې سارې موقع ده:

" زۀ ورته ډيره لېواله يم. بايد تاسو زما لېوالتيا ته حيران نه شئ اخر د استراليا يوه ميرمن يم او د ښځو په گټه په نوي عصر کې د حقونو د برابرۍ په مساله بايد خوښه واوسم."