پاکستان: د طالبانو ملاتړ نه کوو

اى ايس اى
Image caption جنرال عباس وايي د اى ايس اى درې سوه کسان د القاعدې اود هغوى د ملاتړو له خوا وژل شوي

د بي بي سي د تلويزيون له خوا په روانه اوونۍ کې خپور شوي مستند فلم ښوول چې ځينې طالب وسله وال د پاکستاني عسکرو خبره کوي او وايي هغوى روزلي دي.

د پاکستان پوځ دغه ادعا ردوي او وايي دوى په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ملاتړ نه کوي.

د پاکستان د پوځ وياند جنرال عباس دغه ادعاوې د امريکا او افغان چارواکو له خوا " بې بنسټه او کرکجنې" خبرې وبللې.

پاکستاني جنرال ادعا وکړه چې امريکا او افغانستان پر خپلو ناکاميو پاکستان گرموي.

د دغه مستند فلم چې " پټ پاکستان" نوميږي لومړۍ برخه د چارشنبه په ورځ د بي بي سي تلويزيون وښووله.

په دغه فلم کې پر پاکستان تور لگول شوى وو چې دوه مخې تگلاره لري په ښکاره د امريکا د ملاتړي او ملگري رول لوبوي او په پټه په افغانستان کې د امريکا د غليمانو روزنه کوي او په وسلو يې سمبالوي.

جنرال عباس وويل د پاکستان د استخباراتو اداره اى ايس اى خپله د القاعدې او د هغوى د ملاتړو له لاسه پکو شوې او ډير تاوانونه ور اوښتي دي.

دۀ وويل د اى ايس اى نژدې درې سوه مامورين د اورپکو له امله وژل شوي دي.

د قربانۍ گډورى

جنرال عباس وويل: " گومان کوئ د استخباراتي ادارې لپاره به دا خبره معقوله وي چې هغه خلک وپالي چې پر دوى بريد کوي؟"

پاکستاني جنرال زياته کړه چې په افغانستان کې د شته حالاتو د ملامتۍ لپاره له پاکستانه د قربانۍ گډورى جوړ شوى دى.

دى وايي: " په افغانستان کې د ټولو استخباراتي ادارو کارونه خراب دي او په همدې دليل دوى غواړي چې ملامتي په پاکستان او اى ايس اى واچوي."

پاکستاني جنرال دا هم ويل چې دوى حق لري چې بي بي سي محکمې ته راکاږي چې ځواب ورکړي.

د بي بي سي يوې وياندې هلن ديلر وويل دا مستند فلم د بي بي سي د خپرونو لارښود ته په پام سره جوړ شوى او پکې د هيچا پلوي نه ده شوې.

دې وويل د دغه مستند فلم معلومات له بيلا بيلو غاړو سره کتل شوي او دا فلم سم او په انصاف ولاړ دى.