د کورنيو چارو وزير د سعودي وليعهد شو

نايف
Image caption ٧٨ کلن نايف بن عبدالعزيز له تيرو درينيمو لسيزو راهيسته د کورنيو چارو وزير هم دى

د سعودي پادشاه ملک عبدالله د کورنيو چارو وزير نايف بن عبدالعزيز د وليعهد په توگه نومولى دى.

ښاغلى عبدالعزيز به د فقيد سلطان بن عبدالعزيز ځاى ناستى وي، هغه تيره اوونۍ د ٨٦ کلونو په عمر د سرطان د ناروغۍ له امله ومړ.

د نوي وليعهد اعلان د يوې رسمي ادارې له خوا چې سلطنتي شورا نوميږي ، وشو.

دا نوې اداره په ٢٠٠٦ کال کې په دې هيله جوړه شوه چې په سعودي کې د کسانو گمارنه لا ډيره قانون بڼه خپله کړي.

پخوانى ٨٦ کلن وليعهد نيمه پيړۍ د خپل هيواد د دفاع او ملکي هوايي چلند د چارو د وزير په توگه هم کار کړى و.

د هغه د دغو دوو نورو څوکيو لپاره لا تر اوسه نوي کسان نه دي ټاکل شوي.

د سعودي نوى وليعهد له تيرو ٣٦ کلونو څخه راهيسته د دغه هيواد د کورنيو چارو وزير دى.

د دۀ په باب ويل کيږي چې ډير محافظه کاره سياستوال دى.

نايف عبدالعزيز ٧٨ کاله وړاندې د طايف په غرني ښار کې زيږيدلى و.

ويل کيږي چې دۀ له ٢٠٠٣ کال څخه راهيسته په سعودي کې د القاعدې د زور کولو او د دغې شبکې د کابو کولو په برخه کې ډير کار کړى دى.

سعودي په اسلامي نړۍ کې ځانگړى ځاى لري او خورا شتمن هيواد دى.