''بهرنۍ لاسوهنه د یوه بل افغانستان خطر رامنځ ته کوي''

بشارالاسد
Image caption ولسمشر اسد ومنله چې د سوریې چارواکو ''ځینې تېروتنې وکړې، خو حکومت اوس وضعیت درک کړی او حالات د پخوا پرتله ښه شوي.''

د سوریې ولسمشر بشارالاسد لوېدیځو ځواکونو ته خبرداری ورکړی چې د سوریې په کورنیو چارو کې لاس ونه وهي.

نوموړي وویل دا لاسوهنه داسې زلزله رامنځ ته کولی شي چې ټول منځني ختیځ ته به اور واچوي.

حکومت ضد لاریونیان بیا سړکونوته راوتلي و او د نه الوت د سیمې چیغې یې وهلې هغسې چې په لېبیا کې نړیوالو ځواکونو عمل وکړ.

خو د برتانیا د سنډې تلګراف له ورځپانې سره په مرکه کې ښاغلي اسد وویل بهرني لاسوهنه به د یوه بل افغانستان خطر رامنځ ته کړي.

ولسمشر اسد دا هم ویلي چې ''په سوریه کې هر راز ستونزه رامنځ ته کېدل د ټولې سیمې لپاره د اور د بلېدو په معنا دي، که چېرې لوېديځ د سوریې د وېش خوب ویني، د اور لمبه به کابو نه کړای شي.''

بشارالاسد زیاتوي چې لوېديځ هېوادونه له شک پرته پر سوریه لانور فشار راوړل غواړي.

نوموړی وايي ''سوریه له هر اړخه له مصر، تونس او یمن څخه توپیر لري. موږ بېل تاریخ او ځانګړی سیاسي وضعیت لرو.''

ولسمشر اسد ومنله چې د سوریې چارواکو ''ځینې تېروتنې وکړې، خو حکومت اوس وضعیت درک کړی او حالات د پخوا پرتله ښه شوي.''

حمص

په دې لړ کې، د سوریې ټانکونو د هېواد په زړه حمص ښار کې پر یوه لرغونې سیمه بریدونه کړي، چې لږترلږه درې کسان یې وژلي دي.

د سوریې د بشري حقونو دوو فعالو ډلو ویلي، ټانکونو د حمص په بابا کلي بریدونه کړي.

رویټرز ویلي چې په دې برید کې لږترلږه یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

په سوریه کې د قهرجنو لاریونونو له پیله تراوسه تر ۳۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي.

بان كي مون

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سوریې لاریونونه د بشارالاسد لیرې کېدل غواړي.

د سوریې د ولسمشر څرګندونو وروسته تر هغه رسنیو ته سر وکړ، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په یوه نوي پیغام کې د سوریې له حکومته وغوښتل چې د لاریون کوونکو پروړاندې له تاوتریخوالي ډډه وکړي.

بان کي مون وویل، د سوریې ولسمشر باید د ولس خبره واوري، بدلون او جدي اصلاحات راولي، نه دا چې ''تاوتریخوالي او سرتمبه کېدو ته مخه کړي.''

که په دې باب تبصره کوﺉ، لطفاً بي بي سي پښتو فېسبوک پاڼې ته ورشئ

ورته مطالب