د اسراییلو هوايي برید ۹ فلسطينیان وژلي

غزه
Image caption د قدس ساتونکې ډلې ویلي چې ارومرو به له اسراییلو ددغو بریدونو غچ واخلي.

په غزه د اسرایلو په هوایي برید کې لږترلږه ۹ فلسطینیان وژل شوي او څو تنه نور ټپي دي.

د اسلامي جهاد ډلې منلې چې د غزې په جنو د رفح په برید کې وژل شوي کسان د دوی د څانګې غړي وو.

مصر وايي چې د دواړو غاړو ترمنځ د سولې د تړون منځګړیتوب کوي.

بل خوا، د اسراییلو پوځ ویلي چې یو اسراییلی له غزې تراډې په ویشتل شوي توغندي وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

په غزه کې د بي بي سي خبریال شهدي الکاشف وايي، اسراییلي چورلکو د غزې په مرکز او جنوب بمبار کړی، خو فلسطيني جنګیالیو بیا پر اسراییلي ښارونو توغندي توغولي دي.

اسراییلي الوتکو د خان یونس پر لوېديځ خپل بریدونه جاري ساتلي، او پر هغو سیمو یې هم بمبار کړی، چې په غالب ګمان له دیر البلح، خان یونس او ختيځ څخه پر اسراییلو توغندي توغول کېدل.

وړاندې مصري چارواکو وویل، چې قاهره د یکشنبې په ورځ د دواړو غاړو ترمنځ د سولې د تړون منځګړیتوب کوي.

برید

د قدس ساتونکو جنګیالیو ویلي، د دوی په وژل شوو غړو کې ددغې ډلې یو قومندان احمد الشیخ خلیل هم دی.

Image caption راپورونه وايي چې د حماس ډلې پر یوه هدف هم بمبار شوی.

دغې ډلې ګواښ کړی چې په ''څو ساعتونو کې'' به ارومرو خپل غچ له اسراییلو واخلي.

د اسراییلو د پوځ ویاند فرانس پرېس ته ویلي، اسراییلي چورلکو پر یو شمېر نورو سیمو هم بریدونه کړي:

''په غزه کې پر درو ترهګریزو ځایونو بریدونه شوي، همدارنګه د غزې په جنوب کې د وسلو جوړولو پر فابریکه هم بمبار شوی.''

راپورونه وايي چې د حماس ډلې پر یوه هدف هم بمبار شوی.

ورته مطالب