سعودي د ''القاعدې مېرمن'' بندي کړه

ښځه
Image caption د تېر کال د نومبر پر ۲۷مه هم سعودي د ترهګرۍ په تور ۱۵۰ کسان ونیول.

د سعودي عربستان یوې محکمې د هالة القصیر په نامه یوې ښځې ته چې ''د القاعدې مېرمن'' هم شهرت لري، له القاعدې شبکې سره د تړاو لرلو په تور د ۱۵ کالو بند سزا واوروله.

د تورونو په لست کې راغلي چې نوموړې ''د ځینو کسانو د وژلو هڅه یې کړې، د القاعدې ډلې ځینې غړي یې ګمارلي او د ځینو ترهګریزو فعالیتونو لپاره یې پیسې راټولې کړې دي.''

القصیر هغه لومړۍ ښځه ده چې په سعودي عربستان کې د ترهګرۍ په تور سزا ورکول کېږي.

غوښتنه

د سعودي له نوي ولیعهد سره د شنبې په ورځ تر بیعت (لاسنیوي) وروسته، د ګڼو ډلو استازو له سعودي چارواکو وغوښتل چې سلګونه نیول شوي کسان دې خوشي کړي.

دغو خلکو چې شمېر یې له ۹۰ ډېر او زیاتره پکې ښځې وې، په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې د نیول شوو کسانو د سم لاسي خوشي کېدو غوښتنه کوله.

په سعودي کې د مدني او سیاسي حقونو ټولنې (حسم) چې په ۲۰۰۹ کال د ۱۱ حقوقي او اکادیمیکو فعالینو لخوا بنسټ اېښودل شوی، ویلي چې ''سعودي چارواکي دې هغه زرګونه سیاسي بندیان خوشي کړي، چې له محاکمې پرته په زندانونو کې پراته دي.''

ورته مطالب