فلسطين د يونسکو بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ

يونکسو د انځور حقوق reuters
Image caption د فلسطين د بشپړ غړيتوب په رايو کې برتانيا رايه ورنه کړه ، عربي هيوادونو يې ملاتړ خو امريکا او جرمني يې مخالفت وکړ

د ملگرو ملتو کلتوري او علمي ټولنې- يونسکو په پاريس کې د غونډې پر مهال د بشپړ غړي په توگه د فلسطين د منلو پرېکړه وکړه.

د يونسکو د ١٩٣ غړو اکثريت، د امريکا او اسراييلو له کلک مخالفت سره سره، ددغې پرېکړې پلوي وکړه.

فلسطينيان د يو مهم اخلاقي بري په توګه د يونسکو پر رايه ورکولو خوښي کوي او د هېواد لرنې پر لور يې يو ګام بولي.

دا د ملګريو ملتونو له هغو ادارو ده چې فلسطينيانو يې د غړيتوب تر لاسه کولو لپاره دروازې ټکولې او له هغه راهيسې چې ولسمشر محمود عباس په تېر سپتمبر کې د ملگرو ملتونو د بشپړ غړيتوب غوښتنه کړې وه دا د دغې ادارې لومړۍ ټولنه ده چې په بشپړ غړيتوب يې مني.

د يونسکو غړيتوب د فلسطينيانو لپاره د هغې مبارزې يوه برخه ده چې له مخې يې غواړي په پراخ ډول نړيواله پېژندګلوی وګټي او پر اسراييلو او امريکا فشار راوړي.

امريکا په يونسکو کې د وېټو يا نه رايې کراونې واک نه لري او په دې توګه د فلسطين د غړيتوب پرېکړه په کې د ۲/۳رايو ملاتړ ومنل شوه.

د امريکا له مخالفت سره سره د دغو رايو په ګټلو کې د عربي هېوادونو رول ډېر مرستيال و.

په يوې احساساتي غونډې کې چين، روسيه، هند، برازيل او جنوبي افريقا د فلسطينيانو د غړيتوب په ګټه رايه ورکړه.

په داسې حال کې چې امريکا، کاناډا او جرمني يې پر ضد رايه ورکړه.

بريتانيا بيا له رايې ورکولو ډډه وکړه.

واشنګټن وايي اوس د امريکا د قانون په سيورې کې اړ دى چې يونسکو ته له خپلې بسپنې ورکولو لاس واخلي.

داسې يو ګام د ملګريو ملتونو دغه ټولنه د خپلې بوديجې لپاره له ۲۰ سلنې پانګې بې برخې کولى شي.