د نړۍ شتمن نهيلي، خو مخ پر ودې هيله من دي

يورو
Image caption د يورو زون سيمې د پورونو کړکېچ د پرمختللې نړۍ اقتصاد له ستونزو سره مخامخ کړی دی

د نړۍ په ٢٥ هېوادونو کې د بي بي سي نړيوالې څانگې له خوا ترسره شوې يوه سروې ښيې چې د اقتصاد په اړه د شتمنو او مخ پر ودې هېوادونو ترمنځ نظر او چلند خورا سره توپير لري.

په شتمنه نړۍ کې پېرودونکي ناهيلي دي خو له اقتصادي پلوه په نويو غوړېدليو هېوادونو کې خلک ډېر هيله من دي.

د اقتصاد په برخه کې د بي بي سي خبريال اندرو واکر وايي د نړۍ له وروستي اقتصادي بحران څخه د راوتلو بهير ډېر کله نا انډول بلل شوى دى.

د اقتصاد له پلوه په نويو غوړېدونکو هېوادونو کې دا بهير پياوړى خو په شتمنو هېوادونو کې ورو گڼل شوى دى.

همدا حالت د بي بي سي د نړيوالې څانگې په غوښتنه په ترسره شوې سروې يا نظر پوښتنه کې هم انځور شوى دى.

په جاپان، فرانسه او بريتانيا کې د هغو کسانو شمېر په سلو کې تر لسو کمه دی چې گومان کوي ښه وخت راستنېدونکى دى.

د دغو هېوادونو ترنيمو ډېرو خلکو وېره لرله چې لا بده ورځ راتلونکې ده. مخ پر ودې هېوادونو کې بيا د هيله منو خلکو شمېر تر ناهيلو خورا زياته وه.

په نايجېريا کې په سلو کې تر اويا ډېرو خلکو د ښه وخت هيله لرله.

يوازې پاکستان هغه مخ پر ودې هېواد و چې د ناهيلو شمېر په کې تر هيله منو يو څه ډېر و.

Image caption د پرمختلليو هېوادونو اقتصادي کړکېچ پر پرمختيايي هېوادونو ډېر اغېز نه دی کړی

جرمني چې پر مخ تللى اقتصاد لري خلک يې په پرتليزه توگه هيله من وو خو د پوښتل شويو وگړيو لويه برخه يې هغه وه چې د ښه او بد وخت يوه گډوله يې اټکلوله.

دا پوښتنې د روان ميلادي کال د جولاى او سپتمبر د مياشتو ترمنځ شوې دي.

له هغه راهيسته د نړۍ په سترو اقتصادي سيمو کې حالات بدل شوي په تېره بيا د يورو کارونکو هېوادونو په سيمه کې بې باوري لا ژوره شوې ده.