پاریس کې د طنزې مجلې پر دفتر برید وشو

''چارلي هېبډو'' د انځور حقوق Getty
Image caption د مجلې مسؤول مدیر له خولې ویل شوي چې ''زموږ ټول توکي له منځه تللي دي.''

راپورونه وايي، چې د فرانسې په پاریس ښار کې د هغې طنزي مجلې دفتر ته اور اچول شوی، چې د مجلې پرمخ د حضرت محمد 'ص' کارتون چاپ کړی و.

د ''چارلي هېبډو'' مجلې مسؤولین، چې دغه کارتون یې چاپ کړی وايي، موخه یې په لېبیا او تونس کې د اسلام پالو د بریالیتوب لمانځل وو.

مخکې داسې راپورونه وو چې ګني دغې مجلې د راتلونکې چاپېدونکې ګڼې لپاره د چلوونکي مدیر نوم (محمد) غوره کړی و.

داسې انګېرل کېږي چې دې مجلې دغه نوم د تونس په ټاکنو کې د اسلامي ګوند د بریا په مناسبت غوره کړی.

فرانسوي پولیس د مجلې پر دفتر پټرولي بم غورځول شوی، چاته زیان نه دی اوښتی، خو ددفتر هرڅه سوځېدلي.

د مجلې مسؤول مدیر له خولې ویل شوي چې ''زموږ ټول توکي له منځه تللي دي.''

دغې مجلې په تېره دوشنبه وویل چې د محرر نوم به ''شریعت ابدو'' واړوي.

ددغې مجلې وېبپاڼه په ترکي او انګلیسي ژبو د یوه پیغام په مټ هک شوې ده.

ورته مطالب