چین له خپل هنرمنده ۲.۴ میلیون ډالر مالیه او جریمه غواړي

 آی وي وي د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د وي وي ملاتړي وايي دغه تورونه د نوموړي د چوپه خوله پاتېدو د هغه پلان یوه برخه ده، چې د چین د حکومت پروړاندې یې دا دریځ غوره کړی دی.

مشهور چینايي هنرمند آی وي وي وايي چینايي چارواکو ترې د ۲.۴ میلیون ډالر مالیه او جریمه غوښتې، چې نوموړی یې د پرې کولو توان نه لري.

نوموړی وايي چینايي حکومت د مالیې او جریمې د پرې کولو لپاره یوازې ۱۵ ورځې وخت ورکړی.

آی وي وي وايي، دا مهال ددومره ډېرې مالیې او جریمې د پرې کولو توان نه لري، خو که وخت ورکړل شي، کېدای شي د وخت په تېرېدو یې پرې کړي.

د ویلو ده چې وي وي د چین له مشهورو هنرمندانو دی، چې د روان کال په لومړیو کې د درو میاشتو لپاره بندي شو، او بیا وروسته پرې د ''اقتصادي جرمونو'' تور ولګول شو.

د وي وي ملاتړي وايي دغه تورونه د نوموړي د چوپه خوله پاتېدو د هغه پلان یوه برخه ده، چې د چین د حکومت پروړاندې یې دا دریځ غوره کړی دی.

وي وي وايي که ده ته ددې مالیې او جریمې د پرې کولو قناعت ورکړل شي، دا کار به وکړي، خو دا مهال د خپل شرکت د دوسیو کتلو توان نه لري؛ ځکه چې هرڅه یې چارواکو ترې اخیستي.

دغه چینايي هنرمند بي بي سي ته وویل ''زه یوازې د شرکت یو ډیزاینر یم، پر ما پورې هېڅ کوم تړون اړه نه لري، او د وروستیو حسابونو هېڅ راپور مې یې هم نه دی لوستی، همدا ده چې په دې اړه زه هېخ معلومات نه لرم.''

وي وي په تېر اپریل کې د حکومت ضد فعالیتونو پرمهال د عملیاتو پروخت ونیول شو.

د چین رسمي خبري اژانس ''شینخوا'' ویلي آی وي وي له دې کبله خوشی شو، چې د مرسته کوونکي دریځ یې غوره کړ، او پرې د لګول شوې مالیې ورکولو ته یې غاړه کېښوده.

Image caption د وي وي دغې قضیې په چین کې د کمونیستي ګوند منقدینو او د بشري حقونو فعالینو ته د نظر څرګندولو زړه ورکړ.

خو د تېرې سه شنبې په ورځ هغه وویل ''دا ناسمه ده چې ګني له مالیې مې د تېښتې هڅه کوله، او د هېڅ رسمي اجرآتو په تور نه یم نیول شوی او نه کوم تور راته متوجه دی.''

وي وي له نیول کېدا راهیسې یو شمېر نړیوالې جایزې وګټلې، او په دې وروستیو کې یې د ''د نړۍ تر ټولو ډېر اغېزناکه هنرمند'' لقب وګاټه.

د وي وي دغې قضیې په چین کې د کمونیستي ګوند منقدینو او د بشري حقونو فعالینو ته د نظر څرګندولو زړه ورکړ.

ورته مطالب