د گونتانامو مدافع وکيلانو پر امريکايي پوځ نيوکه وکړه

گونتانامو
Image caption د گونتانامو زندان، په ٢٠٠١ کال کې پر افغانستان د امريکا په مشرۍ له بريد وروسته ، پرانيستل شو

په گونتانامو کې د شپږو تر ټولو " خطرناکو" زندانيانو د پوځي محاکمې نوي جزييات په ډاگه شوي دي.

د دغو تورنو کسانو د استازيتوب لپاره گمارل شويو وکيلانو د امريکا پر حکومت تور لگولى دى چې د دوى کار بې اغيزې کوي.

دوى وايي چارواکو د دوى او د دوى د موکلانو ترمنځ ليکونه لوستي دي چې دا کار له قانون سره سم نه دى.

له واشنگټنه د بي بي سي مارکس جارج ليکي نهو مدافع وکيلانو د امريکا د دفاع وزارت يوۀ لوړ پوړي مامور ته په ليک کې ليکلي و چې د گونتانامو چارواکي تل د دوى او د دوى د موکلانو ترمنځ ليکونه لولي.

د دوى استدلال دا دى چې دا کار غير قانوني دى او که ونه درول شو نو پوځي محاکمه به په ټپه ودروي.

په ليک کې دا نه دې ويل شوي چې کوم ليکونه لوستل شوي دي او د دې دليل هم دا دى چې پر دغو وکيلانو باندې سخت شرايط اېښودل شوي دي چې څه په ښکاره ويلى شي او څه نه شي ويلى.

وکيلانو گواښ کړى چې که دا چاره روانه وي نو دوى به محکمې ته مخه کړي چې هغه به دا پوځي محاکمې نورې هم وځنډوي.

دغه وکيلان د داسې کسانو استازيتوب کوي چې پنځه يې پر امريکا باندې د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د يولسمې نېتې په بريدونو کې په لاس لرلو د جنگي جرمونو له تور سره مخامخ دي.

په دوى کې خالد شيخ محمد هم دى چې ډير کله يې د سپتمبر د يولسمې نېټې د بريدونو طراح بولي.

شپږم کس يې د سعودي اوسيدونکى عبدالرحيم الناشري دى چې په ٢٠٠٠ کال کې د امريکا پر يوې بيړۍ باندې د بريد په طرح کولو تورن دى.

په هغه بريد کې چې يمن ته نژدې وشو ١٧ امريکاييان وژل شوي وو.