مريخ ته سفر په مسکو کې پاى ته ورسېد

ټيوب
Image caption شپږ کسان په خورا تنگ ځاى کې پنځه سوه ورځې ايسار وو

هغه شپږ کسان چې يو نيم کال په اوسپنيزو نلونو کې په دې هيله ايسار شوي وو چې مريخ ته د الوت لپاره ځان چمتو کړي، اوس بيرته عادي ژوند ته ستانۀ شوي.

دا کسان د مسکو په يوۀ انستيتوت کې د دې لپاره له دې سخت حالت سره مخامخ شوي وو چې د فضا د خورا اوږدۀ واټن مزل ته د انسان د بدن او ذهن غبرگون وموندل شي.

د دغو کسانو دا اتلس مياشتنى تمرين په نړۍ ډيرو خلکو تعقيب کړ او ورته گوته په غاښ شول.

د دغو کسانو له ډلې درې کسه په يوۀ خيالي ځاى کې داسې کښته شول چې ته وا مريخ دى، دوى ځانگړې جامې اغوستې وې.

د دې کار هدف دا و چې د مريخ په لور مزل ته چمتووالى وشي.

د دومره اوږد مزل رواني او فزيکي اغيز پر ستورمزلو وليدل شي.

په دې پروژه کې د مزل پيل او بيرته مځکې ته راستنيدل هم شامل و.

په دې تمرين کې شاوخوا سل ازمېښتونه شامل و چې پکې ستورمزلو ځينې طبي مطالعات هم کول.

تماس

دغو کسانو پر مځکه له خلکو سره يوازې د ليکلو تيلې فوني پيغامونو له لارې تماس نيولى شواى چې هغه به هم ٢٥ دقيقې پر ځنډ رسيدۀ.

په دغو شپږو کسانو کې درې روسان دوه د رومانيا او يو چينايي و.

دغه کسان د دوه زره لسم کال د جون له دريمې نېټې راهيسته په دې تجربه اخته ول.

اوس به يې درې ورځې طبي معاينات کيږي چې د دومره وخت اغيزې پرې وليدل شي.

خو په دې ازمېښتونو کې بيا هم ځينې هغه کارونه ممکن نه و چې د فضا په رښتيني سفر کې د انسان بدن ورسره مخامخيږي.

د سارې په توگه په فضا کې انسان وزن نه لري.

خو ساينسپوهان بيا هم خورا خوښ دي چې ترلاسه کړي معلومات به په راتلونکي کې مريخ ته د انسان د ريښتيني سفر پوخت مرسته ورسره وکړي.

مريخ ته رښتينى مزل لا هم د اوس لپاره ممکن نه دى او ښايي څو لسيزې نورې هم پکار وي چې انسان يې ورتگ ته تکل وکړي.