د بېنظير بوټو پر وژنه د پاکستان پوليس او طالبان تورن شوي دي

بېنظير بوټو
Image caption مېرمن بوټو په ۲۰۰۷ کال کې د ډزو او بمي بريد کې هغه مهال ووژل شوه چې ټاکنو لپاره يې مبارزه کوله.

په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد يوې محکمې د دغه هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو پر وژنه د پوليسو دوه تنه جګپوړي چارواکي تورن کړي دي.

څارنوالانو ويلي پر دوی د امنيتي سرغړونو او د مېرمن بوټو په ساتنه کې د پاتې راتلو تورنه لګول شوي دي.

پنځه تنه شکمن طالب اورپکي هم د مېرمن بوټو پر مرګ په جنايي توطيې تورن شوي دي.

مېرمن بوټو د ۲۰۰۷ کال په دسمبر کې هغه مهال په ډزو او بمي بريد کې ووژل شوه چې ټاکنو لپاره يې مبارزه کوله.

تورنو شويو پرې لګېدلي تورنه رد کړي دي.

د تورنو شويو پوليس چارواکيو ترمنځ يو هم په هغه وخت کې د راولپنډۍ پوليسو مشر سعود عزيز و.

دی او يو بل اېس اېس پي پوليس چارواکی خرم شهزاد نژدې يو کال مخکې نيول شوي وو.

څارنوال محمد اظهر وويل پر دوی تور لېګدلی چې "بېنظير بوټو لپاره يې امنيتي پلان کې بدلون راوړی و".

د شنبې/خالي په ورځ په اډياله جېل کې د محاکمې پر مهال تور کسان حاضر کړی شول، خو دوی ټولو په جرم کې له لاس لرنې انکار وکړ.

محکمې د نومبر پر ۱۹ مه د ګواهيو وړاندې کولو حکم کړی دی.

پروېز مشرف له قانون تښتېدلی

پروېز مشرف چې هغه مهال د پاکستان ولسمشر و، هم پرې تور لګېدلی چې د بېنظير بوټو په وژنه کې ښکېل و.

د ترهګرۍ ضد محکمې په تېره فبرورۍ کې د ده د نيولو حکم کړی و ځکه چې په وينا يې مېرمن بوټو ته مناسب امنيت نه و برابر کړی.

دی بيا دا چې په فبرورۍ کې محکمې ته حاضر نه شو، له قانون تښتېدلی اعلان شو. ښاغلی مشر دغه ادعاوې او تورونه ردوي.

محکمې په اګست کې امر ورکړ چې د ده شتمني دې ضبط او په پاکستان کې يې دې بانکي حسابونه کنګل شي.

د فرانسې خبرې اېجنسۍ وايي پنځه تنه شکمن طالبان له نژدې څلورو کلونو راهيسې په بند کې دي.

پر دوی تور دی چې له ډېورېنډ کرښې سره څېرمه قبايلي سيمو يې ځانمرګی بريدګر راولپنډۍ ته راوستلی و چې بريد ترسره کړي.

دری نور تورن کسان چې د پاکستاني طالبانو مشر بيت الله مسعود هم په کې و، وژل شوي دي.

بيت الله مسعود په ۲۰۰۹ کال کې د امريکا بې پيلوټه الوتکې بريد کې ووژل شو.

دوه نور شکمن کسان لا تر اوسه ازاد ګرځي.

د مېرمن بوټو له مرګ وروسته د دې د پاکستان د خلکو ګوند ټاکنې وګټلې او کونډ مېړه يې اصف علي زرداري وروسته له هغه د ولسمشرۍ پر ګدۍ کېناست چې جنرال مشرف له واکه ښکته کېدو ته اړ کړی شو.

بېنظير بوټو يو ځل د ۱۹۸۸ او ۱۹۹۰ او بيا د ۱۹۹۳ او ۱۹۹۶ کلونو ترمنځ د پاکستان لومړۍ وزيره وه.

ورته مطالب