کولمبیا: د فارک چریکي ډلې مشر ووژل شو

کانو د انځور حقوق AP
Image caption کانو داسې مهال وژل شوی چې دوه اوونۍ وړاندې د کيڼ لاسې یاغې ډلې جنګیالیو د کولمبیا ۲۰ پوځيان ووژل.

د کولمبیا پوځي سرچینې وايي چې د فارک د چریکې کين لاسې ډلې مشر الفونسو کانو د جمعې په ورځ د هېواد په سوېل لوېديځو غرونو کې د پوځ په عملیاتو کې ووژل شو.

د دفاع وزارت سرچينې وايي دى د هيواد په جنوب لوېديځو غرونو کې د پوځ په عملياتو کې ووژل شو.

کولمبيا ددغه ٦٣ کلن کيڼ لاسي چريکي مشر د ځاى د ښودلو لپاره چې د نيولو سبب يې شي، د نژدې څلور ميليونو ډالرو جايزه ټاکلې وه.

خو د ''کوکا'' والي البرتو ګونزالیس موسکویرا یوې سیمه ییزې رادیو ته ویلي ''پوځ د کانو په وژلو وتوانېد.''

د کولمبیا چارواکو د یاغي کين لاسې ډلې د مشر د وژلو او یا د هغه د نیولو پر سر پنځه میلیون ډالر جایزه اعلان کړې وه.

دغه ډله د حکومت ضد فعالیتونه کوي.

کانو د مرګ تر شېبې د فارک ډلې مشري کوله.

د ۲۰ عسکرو وژنه

د انځور حقوق AP
Image caption دوه اوونۍ وړاندې د ۲۰ کولمبیايي عسکرو د وژلو پړه پر فارک ډلې واچول شوه.

کانو داسې مهال وژل شوی چې دوه اوونۍ وړاندې د کيڼ لاسې یاغې ډلې جنګیالیو د کولمبیا ۲۰ پوځيان ووژل.

د فارک مارکسي ډلې پر ضد د کولمبیا حکومت له تېرو لسو کالو راهیسې بریدونه کوي.

خو دغه ډله د خرپ او ترپ بریدونه کوي.

پر دې ډلې د نشه يي توکو د قاچاق تور دی.

ورته مطالب