د سوريې حکومت مخالفې:" ملکيان وساتئ"

سوريه د انځور حقوق Reuters
Image caption ملگري ملتونه وايي په سوريې کې د پاڅونونو له پيل راهيسته په زرگونو کسان وژل شوي دي

د سوريې لويې مخالفې ډلې په حمص ښار کې د ملکيانو د ساتنې لپاره د نړيوالې مداخلې بيړنۍ غوښتنه کړې ده. په دغه ښار کې حکومتي ځواکونو ځينې سيمې کلابندې کړې چې د ولسمشر بشار الاسد پر وړاندې احتجاجونه او مخالفت په کې ځواکمن و.

د بي بي سي خبريال جاناتن هېډ پرې له ګاونډۍ ترکيې ليکي مخالفو فعالانو د سوريې درېيم لوی ښار حمص په ځينو برخو کې حالت ناوريني بللی دی.

دوی وايي د بابا عمرو په څېر سيمې چې د ښار له منځې لرې نه دي، نژدې يوه اوونۍ تر پر له پسې بمبار لاندې دي، چې تر اوسه په کې څه د پاسه سل کسان وژل شوي دي.

دوی وايی اوبه او د برېښنا له ښاره پرې شوې دي، او خلک اوس د خوړو، ګرمونې وسايلو او درملونو له کمښت سره مخامخ دي. دوی پر حکومتي نښه وېشتونکيو تور لګوي چې د ټپي احتجاجيانو د درملنې مخنيوی کوي.

د مخالفانو ډلو په تېرو دوو ورځو کې د سوريې په بېلابېلو برخو کې د پرله پسې احتجاجونو او د ملکيانو ترمنځ د مرګژوبلې په اړه هم راپورونه ورکړي دي.

ټاکل شوې عربي ټولنه راتلونکې شنبه غونډه وکړي چې په کې به د تېرې اوونۍ سولې تړون پلي کولو کې د سوريې پاتې راتلو ته پر ځواب بحث کوي.

دغه تړون چې د سوريې حکومت هم منلی و، له واکمنو غوښته کوي د استوګنې له سيمو ځواکونه وباسي، چې دا کار تر اوسه نه دی شوی.

بلکې د دې پر ځای ولسمشر بشار الاسد له پوځ بېلو شويو پوځيانو ته د بښنې وړانديز کړی چې ځانونه دې وسپاري، او ملکيانو ته هم چې ورسره وسلې دې وسپاري.

امريکا ويلي باور نه کوي دا به د سوريې مخالفانو ته يو خوندي کار وي چې چارواکيو ته تسليم شي.

دغه اعلاميې د سوريې حکومت پارولی او پر امريکا يې تور لګولی ګنې د هغه څه ملاتړ کوي چې دوی بغاوت او تاوتريخوالی بللی دی.