د مکسیکو د کورنیو چارو وزیر ووژل شو

ښاغلی بلیک
Image caption ۴۵ کلن بلیک مورا په مکسیکو کې د نشه یي توکو پروړاندې له تیزو مبارزه کوونکو و.

د مکسیکو د کورنیو چارو وزیر له اتو حکومتي چارواکو سره یوځای مکسیکو سيټي ته څېرمه د الوتکې د رالوېدو له کبله ووژل شو.

د فرانسیسکو بلیک مورا لېږدوونکې چورلکه څنګلوري ایالت مورالوس کې کورناواکا ته په سفر وه چې پرځمکه راپرېوته.

نوموړی هلته د څارنوالانو یوې ناستې ته روان و.

د مکسیکو د ولسمشر د دفتر رییسې الیخاندرا سوتا ویلي، د الوتکې اته واړه سپاره کسان وژل شوي.

سرچینه زیاتوي، په غالب ګمان چورلکه د خرابې هوا له کبله رالوېدلې ده.

۴۵ کلن بلیک مورا په مکسیکو کې د نشه یي توکو پروړاندې له تیزو مبارزه کوونکو و.

بلیک په ۹۰مه لسیزه کې سیاسي هلې ځلې پیل کړې، او د لومړي ځل لپاره پخپله پلرنۍ سیمه تخوانا کې د مکسیکو د کانګرس غړی و.

نوموړی په ۲۰۱۰ کال د ولسمشر کالدیرون له خوا د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو.

بلیک د کالدیرون د امنيتي ډلې یو مهم سړی و.

دویم وزیر

د ویلو ده چې دا دویم ځل دی چې د کالدیرون د حکومت پرمهال د چورلکې په رالوېدو کې جګپوړی چارواکی وژل کېږي.

د ۲۰۰۸ د نومبر پر څلورمه د هغه وخت د کورنیو چارو وزیر خوان کامیلو مورینو او له هغه سره یو شمېر مل کسان د چورلکې د رالوېدو په پېښه کې ووژل شول.

بلیک پر خپله ټویټر وېبپاڼه په وروستي پیغام کې چې د نومبر پر څلورمه خپور شوی، ویلي ''نن د خوان کامیلو مورینو د مرګ څلورم کال لمانځو... هغه د لا ښې مکسیکو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې.''

ورته مطالب