ترکیې کښتۍ تښتوونکی وواژۀ

ترکي کښتۍ د انځور حقوق Reuters
Image caption د 'قرطبه' په نامه دغه بېړۍ په کورني سفر وتلې وه.

ترکي چارواکي وايي هغه کښتۍ تښتونکی کردی- ترکی یې وژلی، چې د جمعې په ورځ یې ددغه هېود په شمال لوېديځ کې یوه کوچنۍ مسافر وړونکې کښتۍ تښتولې وه.

تښتوونکی د کردستان د کارګر ګوند غړی دی.

د استانبول والي حسین عوني مولتو وویل، شاوخوا ۳۰ کلن سړي کښتۍ تښتولې وه، چې د شنبې پر ګهيځ استانبول ته څېرمه د ځانګړو عملیاتو پرمهال ووژل شو.

ترکي چارواکو دا هم ویلي چې تښتوونکي پر ځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي وو.

۲۴ ساعته ان ټي وي خپري چينل د استانبول د والي له خولې ویلي، د کښتۍ ټوله ۲۴ عمله روغه رمټه ده، او ځینو یې لا له وړاندې له کښتۍ په اوبو کې ځانونه اچولي.

وړاندې د ترکیې د ترانسپورت وزیر بینالي یلدیریم ویلي وو چې په غالب ګمان پنځو کسانو چې د کردستان د کارګر ګوند غړي دي، دا کښتۍ تښتولې ده.

د تښتوونکي تړاو

د کردستان کارګر ګوند د ترکیې د ننه په دې وروستیو کې په یو شمېر بریدونو تورن دی.

خو دغه ګوند د کښتۍ د تښتولو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

د کردستان کارګر ګوند له تېرو نژدې درو لسیزو راهیسې د ترکیې په جنوب ختيځ کې د کردي دولت د جوړېدو لپاره هلې ځلې او مبارزه کوي.

ورته مطالب