عربي ټولنې د سوریې غړیتوب وځنډاوۀ

د عربي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په قاهره کې د یوې بېړنۍ ناستې پرمهال په دې ټولنه کې د سوریې پر غړیتوب ځنډولو رایه ورکړه.

Image caption څه د پاسه لس ورځې مخکې سوريې د عربي ټولنې پر دې پلان سلا کړې وه، چې پر احتجاجيانو به بريدونه دروي.

سوريې د عربي ټولنې د دغه هېواد د غړيتوب ځنډولو غندنه کړې، دغه پرېکړه ناقانونه بللې او ويلي يې دي چې دا يوازې د لوېديځ په ګټه شوې ده.

امريکا او اروپايي ټولنې دواړو د دغه ګام هرکلی کړی دی.

دوی ويلي دغه ګام د سوريې چارواکيو د زياتېدونکي ګوښيتوب او د ولسمشر اسد د پرله پسې ضديت په اړه د عربي ټولنې نهيلۍ څرګندونه کوي.

عربي ټولنې د سوريې غړيتوب تر هغه ځنډولی چې دغه هېواد د سولې تړون چې لس ورځې مخکې يې پرې سلا کړې وه، پلی کړي.

وروسته له هغه چې د ځنډونې اعلان وشو، غوسه ناکو مظاهره چيانو په دمشق کې د سعودي عربستان پر سفارت ډبېر وويشتې او کړکۍ يې ورماتې کړې.

په قاهره کې بيا د عربي ټولنې له مرکز بهر پر دغې ټولنې د فشار لپاره شورماشور ډېر و، د راغونډو شويو غوښتنه دا وه چې په سوريه کې د وينې تويونې پای ته رسولو لپاره دې په عمل لاس پورې شي.

دوی ټول د يو زياتېدونکي شورماشور برخه جوړ شوي، چې د يو څه کولو غوښتنه کوي.

څه د پاسه لس ورځې مخکې سوريې د عربي ټولنې پر دې پلان سلا کړې وه، چې پر احتجاجيانو به بريدونه دروي.

خو د روان حالت کره بېلګې ښيي چې تاوتريخوالی يوازې زيات شوی دی. اوس عربي ټولنې په ډراماټيک ډول غبرګون ښوولی دی.

سم لاسي تطبیقول

په قاهره کې د عربي ټولنې غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په سوريه کې پر روان حالت د غور لپاره بيړنۍ غونډه درلوده، چې د قطر لومړی وزير شيخ حمد بن جاسم په کې په عربي ټولنه کې د سوريې د غړيتوب ځنډونې اعلان وکړ:

"دې ته په کتو چې د سوريې حکومت د عربي ټولنې د هغه وړانديز په په پوره او سم لاسي پلي کولو کې پاتې راغی، چې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې يې د ۲۰۱۱ کال د نومبر پر ۲ مه ومانه د دې پرېکړه کېږي چې د نومبر له ۱۶ مې وروسته د عربي ټولنې او ورسره تړلو سازمانونو په غونډو کې د سوريې حکومت پلاوي ګډون دې وځنډول شي."

خو په عربي ټولنه کې د سوريې استازي يوسف الاحمد د سوريې د ځنډونې غندنه وکړه او دا ګام يې د عربي ټولنې له تړون سرغړاوی وباله. ده وويل دغه پرېکړه د امريکا او لوېديځ د پلان په ګټه شوې ده.

خو په داسې حال کې چې دغه ګام د اټکل پر پرتله ډېر سخت و، د عربي ټولنې له مرکز بهر د سوريې احتجاجيانو بيا هم په دې کې شک درلود چې پوره ګام دې اخيستل شوی وي.

Image caption په قاهره کې د عربي ټولنې غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په سوريه کې پر روان حالت د غور لپاره بيړنۍ غونډه درلوده، چې د قطر لومړی وزير شيخ حمد بن جاسم په کې په عربي ټولنه کې د سوريې د غړيتوب ځنډونې اعلان وکړ.

هېڅوک د بشار الاسد له خوا د دريځ ډراماټيک بدلون تمه نه لري. روانې پرمختياوې که هر څه وي، کېدی شي تاوتريخوالی نور ورسره هم زيات شي، ځکه چې احتجاجيان په دې پرېکړه نور هم زړه ور شوي دي.

خو بيا هم دا يو داسې هېواد ته چې پر خپل عربي ميراث وياړي، يو کلک ګوزار دی.

د سوريې حکومت ګوښيتوب کېدی شي دا شونتيا هم زياته کړي چې ملګري ملتونو کوم ګام پورته کړي، که څه هم پوځي مداخله لا تر اوسه تر ډېره ناشونې برېښي.

خو له هر څه وړاندې، دا پرېکړه ولسمشر بشار الاسد ته د دې پيغام استوي چې په عربي ټولنه کې يې پخواني ملګري باور کوی چې د دواکمنۍ ورځې يې په شمېر پاتې دي.

ورته مطالب