قرغیزستان کې د 'ناوې تښتولو' دود پای ته رسول کېږی

قرغزستان
Image caption د رسمي شمېرو له مخې په قرغیزستان کې هر کال ۱۶ زره نجونې تښتول کېږي او له خپلو تښتوونکو سره واده کولو ته اړ ایستل کېږي.

په قرغیزستان کې د هغه ولسي دود د پاي ته رسولو لپاره دا اوونۍ رسمي مبارزه پيل شوه چې د "ناوې تښتول" بلل کېږي.

دا مبارزه په هېواد کې د شکايتونو يوه ځانگړي کميسيون پيل کړې او هدف يې ددې افسانې ماتول دي چې وايي د "ناوې تښتول" د کوچي ټولنو يو لرغونى دود دى.

هر کال په قرغیزستان کې زرگونه نجونې تښتول کېږي او بيا خپلو تښتوونکو ته په زوره ودېږي. سره له دې چې دا کار د قانون له مخې بند دى، خو د ناوې تښتوونکو ته کله هم سزا نده ورکړ شوې.

د منځنۍ آسيا لپاره د بي بي سي د خبريالې ريحان ديمتري راپور اسماعیل سعادت پښتو کړی دی.

دا د ناوې تښتولو د پېښو په اړه چې په قرغیزستان کې اوس ډېرې عامې شوي دي د عامه خبرتیا لومړني هڅه ده.

دا نوښت د هېواد د شکایتونو د اورېدلو کمېسیون پیل کړی دی، چې د پارلمان له خوا د بشري حقونو د مسالو د څېړلو لپاره ګمارل شوی دی.

د کمیسیون د هلو ځلو هدف قرغیز ځوانان او د هغوی میندې او پلرونه دي. د خبرتیا دغه کمپاین په لړ کې به د ښوونځيو کوچنیان او زده کوونکي د ناوې تښتونې په اړه مقالې ولیکي او خپل نظرونه به پکې څرګند کړي.

د ناوو تښتول سم کار دی!

په قرغیزستان کې داسې افسانې شته دي چې وايي د ناوو تښتول سم کار دی، ځکه دا یو زوړ رواج دی. اوس د دغو عقیدو او باورونو د له منځه وړلو لپاره له مېندو او پلرو سره غونډې هم په پام کې نیول شوي دي.

د هېواد د شکایتونو کمېسیون وايي پیل شوی کار په هېواد کې د ناوې تښتونې پر ضد د یوې لوې هڅې پیل دی.

د رسمي شمېرو له مخې په قرغیزستان کې هر کال ۱۶ زره نجونې تښتول کېږي او له خپلو تښتوونکو سره واده کولو ته اړ ایستل کېږي.

د ناوې تښتول په رسمي توګه یو جنايي جرم دی، خو په حقیقت کې ډېر کم داسې پېښیږي چې له هغو ځوانانو څخه دې څوک پوښتنه وکړي چې دا جرم کوي.

په وروستیو کلونو کې ناوې تښتول ډېر شوي دي. یو دلیل یې اقتصادي ستونزې دي، ځکه ډېرې کورنۍ ولور او د واده لګښت نه شي پرېکولی.

ډېرې پېغلې پرته له دې چې نامنلي واده ته غاړه کېږدي، بله لار نه لري، ځکه وېریږي چې که دا کار ونه کړي خپلې کورنۍ ته به شرم او بې عزتي ور واړوي. یو شمېر تښتول شوو ناوو پر ځان وژنې هم لاس پورې کړی دی.

ورته مطالب