چیلسي کلنټن له یوه امریکايي تلوېزیون سره کار پیلوي

چیلسي کلنټن د انځور حقوق AFP
Image caption چیلسي کلنټن د خپل پلار په یوه خیریه ټولنه کې هم کار کوي.

په پام کې ده چې د امریکا د مخکني ولسمشر بیل کلنټن او اوسنۍ بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن لور چیلسي کلنټن له یوه خصوصي امریکايي "این بي سي" تلوېزیون سره کار پیل کړي.

دغه تلوېزیوني چینل ویلي، چیلسي به د عامه خدمتونو برخې ته راپورونه چمتو کوي، چې د شپې له خوا به خپرېږي.

خو چیلسي کلنټن ددې کار ترڅنګ، د آکسفورډ پوهنتون کې ددوکتورا درسونه هم پرمخ وړي.

چیلسي د خپل پلار د واکمنۍ پرمهال په سپینه ماڼۍ کې ډېرو خلکو نه لیدله، او یوازې د ۱۹۹۳ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې رامیدان ته شوه.

د "این بي سي" تلوېزیون مدیر وايي چیلسي یې لیدلې او د خپل کار په اړه یې ترې پوښتلي، چې په وینا دې کار ته یې لېوالتیا ښودلې ده.

چیلسي کلنټن د خپل پلار په یوه خیریه ټولنه کې هم کار کوي.

د امریکا د مخکني ولسمشر جورج بوش لور جینا هم له دغه تلوېزیون سره د خبریالې په توګه کار کوي.

نوموړې د تعلیمي پروګرامو په ګډون له دوو کالو راهیسې د "ټوډې یا نن" په نامه خپرونې پرمخ وړي.

خو تېرو ولسمشریزو ټاکنو د کاندید جان مک کین لور میګن مک کین بیا له یوه بل تلوېزیوني چینل سره کار کوي.

ورته مطالب