فرانسه له ترکیې سره د سوریې په تړاو غږېږي

ښاغلی جوپې د انځور حقوق afp

ټاکل شوې د فرانسې د بهرنيو چارو وزير الان جوپې نن پنجشنبه/ زيارت د ترکيې له حکومت سره د هغو راتلونکو ګامونو په اړه د خبرو لپاره دغه هېواد ته روان دی په سوريه کې د روان کړکېچ لپاره يې بايد واخلي.

عربي ټولنې اوس د سوريې حکومت ته دری ورځې وخت ورکړی چې تاوتريخوالی پای ته ورسوي او که نه نو اقتصادي بنديزونه به پرې ولګوي.

د سوريې له پوځ بېلو شويو سرتېريو او افسرانو يوې ډلې چې ځان د سوريې خپلواک پوځ بولي، ويلي دوی په تېرو دوو ورځو کې پر پوځي موخو يو شمېر بريدونه ترسره کړي دي. د بي بي سي خبريال جاناتن هېډ د ترکيې له استانبول نه راپور راکوي

له اتو مياشتو ورسته چې بې وسلې احتجاجيان په کې ولسمشر اسد ته ژمنو پوځي ټوليو له خوا په پرله پسې ډول تر بريدونو لاندې راغلي، اوس د سوريې د مخالفانو غړي ځوابي جګړه کوي.

د سوريې خپلواک پوځ دا ادعاوې چې ګنې پر يو شمېر پوځي موخو يې بريدونه کړي، او دا چې ځينې يې په پلازمېنه دمشق کې دي، او هم دا چې د حکومت ډېر شمېر ځواکونه يې وژلي دي، لا تر اوسه يې پخلی نه شي کېدی.

خو که دا خبرې سمې وي، نو کېدی شي د سوريې پاڅون يوه نوي او لا نور خطرناک پړاو پيلامه په ګوته کړي.

عربي ټولنه

عربي ټولنې اوس ګواښنه کړې که د سوريې حکومت په دريو ورځو کې پر احتجايانو بريدونه پای ته ونه رسوي او دغه هېواد ته نړيوال څارونکي ورپرې نږدي، نو پر دغه هېواد به اقتصادي بنديزونه لګوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption امريکا د سوريې پر ولسمشر د تازه فشار هرکلی کړی چې له دندې ګوښه شي.

ترکيه هم پر لا نورو بنديزونو لګونې غور کوي، دا يو داسې ګام دی چې اروپايي ټولنې او امريکا له وړاندې اخيستی دی. خو دا څرګنده نه چې دا بنديزونه به څومره اغېز ولري.

دغه هېوادونو له عربي ټولنې سره په ګډه دې ته ژمن دي چې په سوريه کې له اسد وروسته پړاو ته د لېږدونې چارو سمبالښت وکړي، خو د تر ټولو بيړنی لومړيتوب دا دی چې د يوې بشپړې کچې کورنۍ جګړې کې د ورښويېدو مخنيوی وشي، او هېڅوک په دې ډاډمن نه دی چې دا کار به څنګه ترسره کېږي.

ورته مطالب