ژبړ الماس په ۱۲.۳ میلیون ډالر وپلورل شو

الماس
Image caption دغه الماس چې د " لمر رالوېدنه" بلل شوی، تېر کال جنوبي افریقا کې کشف شو.

د سویس د جنیو ښار په یوه بولۍ (لیلام) کې یو بې ساری ژیړ الماس په ۱۲.۳ میلیون ډالرو وپلورل شوه.

د لیلام د چارو یو کارکوونکی ډېوېډ پینټ وايي، دغه ژبړ الماس یوه داسې مشتري راونیو، چې د خپل هویت له ښودلو یې ډډه وکړه.

داسې باور کېږي چې ددغه الماس وزن ۱۱۰.۳ قیراطه و، چې تر دې نېټې په لیلام کې وپلورل شو.

دغه الماس چې د " لمر رالوېدنه" بلل شوی، تېر کال جنوبي افریقا کې کشف شو.

دا ځلېدونکی ژیړ الماس د هغو نایتروجنو د شته والي له کبله بنده پاتې وه، چې څو میلیونه کاله پر همدې حالت پاتې شوې وه.

د لیلام سمبالوونکو ددغه الماس ارزښت تر خرڅلاو مخکې د ۱۱ او ۱۵ میلیون ډالرو ترمنځ ټاکلی و.

ورته مطالب