سوريه: له ځايه به ونه خوځيږو

سوريه
Image caption سوريه وايي له عربي ټولنې د دوى وتل خطرناک گام دى او دوى به له خپل دريځه په شا نه کړي

سوریه وايي سره له دې چې عربي ټولنې یې غړیتوب ځنډولی په هیواد کې به د روانو مظاهرو پرضد خپل دریځ بدل نه کړي.

په همدې حال کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر په پلازمینه دمشق کې پر سفارتونو د وروستیو بریدونو له امله بښنه غوښتې ده.

له قاهرې د بي بي سي د خبریال جان لاین وايي د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد معلم په دمشق کې يوه خبري کنفرانس ته د عربي ټولنې پر پرېکړې د سوريې قهر او بې پروايي په ټينگار ياد کړل.

دا د هغه په وينا يو خطرناک گام دى.

دى وايي سوريه به له ځايه ونه خوځېږي.

سوريه به د هغه په وينا له دې نه لا غښتلې راووځي او د ځان خلاف ټولې دسيسې به شنډې کړي.

خو تېره شنبه - يکشنبه يې په سوريه کې پر بهرنيو ډېپلماتيکو استازيو د بريدونو بښنه وغوښته.

دغه مهال د سعودي عرب، قطر، ترکيې او فرانسې سفارتونه د سوريې خلاف د دغو هيوادو د کلک دريځ پر سر، په نښه شوي وو.

دا هسې يو کار دى چې ښايي سوريه پرې پښېماني وکړي او مخالفين به يې لا ورسره وران کړي.

ترکيې لا دمخه د همدغسې بريدونو پر سر د لا کلکو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب