د استرالیا وروستی عنبر کب هم ومړ

عنبر کب
Image caption په استرالیا کې له اوبو د کبانو راوتل کومه نادره خبره نه ده،

د استرالیا د تسمانیا ټاپو پر څنډه هغه وروستی عنبر کب هم ومړ، چې تېره اوونۍ د سمندر څنډې ته راوتلی و.

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د عنبر کب د ژغورول سخت ډېرې او دقیقې هڅې روانې وې.

ځايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، د عنبر ۱۲ متره اوږد او د ټاپو پر څنډه په رېګ کې پروت کب د تېرې چهارشنبې پر ماښام د ژوند وروستۍ ساه وایستله.

د تسمانیا ټاپو پرڅنډه دغه کب له درو نورو کبانو سره په ریګ کې پروت و.

په داسې حال کې چې دوه یې اوبو ته یووړل شول، درېیم یې ومړ او څلورم یې جام پاتې شو.

۲۲ عنبر کبان او دوه 'منک' کبان د یوه ټاپو پرڅنډه له اوبو راووتل، چې د اوونۍ تر پایه ټول مړه شول.

د ژغورنې مسؤول کریس آرتر وویل، تر خپله وسه یې ددغو کبانو د ژغورلو هڅې وکړې.

په استرالیا کې له اوبو د کبانو راوتل کومه نادره خبره نه ده، خو پوهانو لاهم له اوبو د دغون کبانو د راوتلو لپاره کوم منطقي دلیل نه دی موندلی.

په نوي زیلانډ کې چارواکي د ۶۱ لنډو خولو لرونکو کبانو د مړینې خبر ورکړی دی.

ورته مطالب