''سیف الاسلام عادلانه توګه محاکمه کېږي''

سیف الاسلام
Image caption د رویټرز خبریاله چې زنتان ته له سیف الاسلام سره مله وه، وايي، هغه دودیز کالي اغوستي و، اوږده او ګڼه ږیره یې درلوده او یوه ګوته یې پرې شوې.

د لېبیا د پخواني مشر ډګروال قذافي د زوی سیف الاسلام د نیول کېدو له خبر وروسته، د دغه هېواد په یو شمېر ښارونو کې خلکو خوشالۍ کړي دي.

په پلازمېه طرابلس کې خلکو د هغه نیوله په ډزو کولو لمانځلې ده.

په ورته وخت د لېبيا منځ مهالي حکومت د سيف الاسلام د عادلانه محکمې ژمنه کړې ده.

د سیف الاسلام ژوند - انځورونه

د لېبيا د عدليې وزير ويلي، لېبيا له دغې قضيې سره د چلند پوره وړتيا لري.

د ډګروال قذافي زوی پرون (شنبه) د لېبيا د جنوب لوېديځ په یوه صحرايي ښار 'زنتان' کې د جنگياليو له لوري ونيول شو.

۳۹ کلن سیف الاسلام ګاونډي نیجر ته روان و.

هغه رویټر خبري اژانس ته ویلي، چې یو لاس د ناټو په بمبارۍ کې ټپي شوی و، خو وايي، چې اوس ښه دی.

د نړيوالې جنايي محکمې مشر څارنوال لويس مورينو اوکيمپو وويل، لېبيا ته سفر کوي چې د ددغه هېواد له انتقالي حکومت سره د سيف الاسلام د محکمې د ځاى ځايگي په اړه خبرې وکړي.

د لېبيا د منځ مهالي حکومت لومړى وزير عبدالرحيم الکيب وايي له سيف سره به د عادلانه قانوني بهير په لړ کې چلند وشي.

'الاحرار' تلوېزیوني چینل ته د سیف الاسلام د نیوونکي کنډک قومندان وسام الدوقلي ویلي: ''داسې معلومات راغلل چې له یوې میاشتې راهیسې سیف په سیمه کې و، تښتېدلی نه شوای؛ ځکه چې موږ هر وخت څاره.''

خو احمد عمار ویلي چې سیف الاسلام له خپلو ۱۴ ملګرو سره یوځای په یوه وړه کښتۍ کې وو، او بیا په بېدیا کې کوچنیو بګیو ته راښکته شول.

عبدالسلام که سیف الاسلام

''د ملي انتقالي شوری جنګیالیو دواړې بګۍ ودرولې او له سپرو یې پوښتنې وکړې، خو یوه سپاره وویل چې دا 'عبدالسلام' دی، خو جنګیالیو چې د هغه مخ لوڅ کړ، سیف الاسلام وخوت.''

عمار وايي، نوموړی په لومړي سر کې له وژل کېدو اندېښمن ښکارېده، خو جنګیالیو هغه له ځانه سره یووړ.

الدوفلي وايي، سیف الاسلام به د نوي حکومت تر تشکیلېدا پورې زنتان ښار کې پاتې شي، بیا به یې حکومت ته وسپاري.

ده دا هم ویلي چې پر سیف الاسلام به هېڅ نه کېږي او محکمې ته به یې روغ رمټ وسپاري.

د رویټرز خبریاله چې زنتان ته له سیف الاسلام سره مله وه، وايي، هغه دودیز کالي اغوستي و، اوږده او ګڼه ږیره یې درلوده او یوه ګوته یې پرې شوې.

ورته مطالب