د قاهرې په تحرير څلور لارې کې بيا مظاهرې شوي

مصر
Image caption د دې مظاهرې مشري د اخوان المسلمين د ډلې اسلامپالو کوله

د مصر د پلازمېنې قاهرې په تحریر ډګر کې ګڼ شمېر خلک د پوځي واکمنو پر ضد د اعتراض لپاره غونډ شوي دي.

دوی اندېښنه لري چې د مصر پوځي واکمن چې د حسني مبارک له راپرځېدو وروسته یې واک ونیوۀ هڅه کوي چې ډېر واکونه ځان ته وساتي.

په سکندریه کې هم ورته مظاهرې شوې دي.

د تحریر چوک ته د سیاسي ډګر له هرې برخې مظاهره کوونکي ورټول شوي.

زموږ خبریال جان لاین هم هلته ورغلی او وايي مصریان یو ځل بیا د تحریر ډګرته ورتوی شول، کټ مټ هغسې چې د روان کال په سر کې د انقلاب په شپو ورځو کې ورټول شوي وو.

خو داځل نهیلي ورسره مله ده.

دوی وايي ژوند کې کوم ښه والی نه دی رامنځته شوی.

کوم بدلون چې دوی غوښته نه دی رامنځته شوی.

ځینې وخت داسې برېښي چې ته وايي زوړ رژیم لاهم واکمن دی.

قدرت

دوی په ځانګړې توګه له دې امله اندېښمن دي چې د ولسمشر مبارک پر ځای راغلي پوځي واکمن هڅه کوي له حده ډېر قدرت ځان ته وساتي. دا سړی وایي موږ غواړو چې مصر وړاندې لاړ شي، که په اسلامی شرعیت چلولو کیږي او که په کوم مدني ګوند، زموږ لپاره مهمه دا ده چې مصر له ډوبېدو مخکې وخوځېږي.

د مصر پوځي واکمن د پخواني رژیم کس دی. هغه ډېر د زاړه رژیم په فکر کې دی چې ورپورې اړه لري.

خلکو ته یې دومره پام نه دی. موږ په کلکه غواړو چې هغه ژر تر ژره استعفا ورکړي.

د دې مظاهرې مشري د اخوان المسلمین د ډلې اسلامپالو کوله.

دا د هغو له خوا د ځواک یوه ننداره وه چې له پارلماني ټاکنو یې لس ورځې مخکې وړاندې کړه.

اندېښنې

خو ډېری مصریان له هغوی سره ورته وېرې او نهیلۍ لري.

په داسې حال کې چې پارلماني ټاکنې په پام کې دي د نوامبر پر اته ویشتمه پیل شي، د ولسمشرۍ ټاکنې به د ۲۰۱۳ کال تر ورستیو پورې تر سره نه شي.

په همدې ترڅ کې د هغو پوځي محکمو په اړه اندېښنې او ناکراري شته ده چې د ۱۲ زرو مصریانو د محکومولو لپاره کارول شوي دي.

د هېواد اقتصاد ورځ په ورځ په ګوډېدو دی، هغه پوځ چې ولس ته یې د ټیکاو ژمنه ورکړې وه، اوس د نظم او قانون د اساساتو په ساتلو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

ورته مطالب